تالقان (پژواک ١٢ لړم ٩٣): د تخار د ښځو چارو رييسه وايي چې د تاوتريخوالي د مخنيوي او د عدالت غوښتنې په برخه کې د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.
رزم ارا حواش پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېر په پرتله اوس د تاوتريخوالي ډېرې پېښې چې پټې به پاتې کېدې، رسمي شوې او ثبتېږي.
هغې وويل: ((په مخکې کلونو کې د ناسمو دودونو له کبله په تخار کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې پټې پاتې کېدې، مېرمنو به جرئت نه کاوه چې چا ته ووايي او يا هم د عدالت غوښتنه وکړي؛ خو اوس يې د پوهاوي کچه لوړه شوې او دغه کار کوي.))
مېرمن حواش وايي، په روان کال کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوه سوه پېښې په دې اداره کې ثبت شوي چې ۱۱ يې د قتل دي.
نوموړې وويل، تېر کال ۱۶مېرمنې د تاوتريخوالي له امله قرباني شوې وې خو سږ کال د پېښو ډېر ثبتېدل، د پېښو د ډېرېدو لامل نه دى، بلکې د مېرمنو د پوهاوي د کچې لوړېدو له امله دي.
د ښځو چارو رييسې په وينا چې د ښاري سيمو په پرتله په کليوالو سيمو کې د تاوتريخوالي کچه لا هم لوړه ده.
په تالقانو کې د مدني ټولنې غړى فريدون يولداش وايي چې د تاوتريوالي د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېره برخه په ښاري سيمو کې ترسره کېږي.
ښاغلی يولداش وايي کليوالې مېرمنې د ناسمو دودونو قربانيانې دي.
ده وويل: ((د عامه پوهاوي د پروګرامونو لړۍ له ښاري سيمو کليوالي سيمو ته نه ده غځول شوې، د تاوتريخوالي ډېرې پېښې په يادو سيمو کې رامنځته کېږي. دوی لا هم له قانونه نا خبره دي، د ښځو چارو اداره بايد دغه لړۍ د امکان تر بريده، کليوالي سيمو ته هم وغځوي.))
په تخار کې د ښځو د حقونو فعالينې بيا د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې شوې چارې نا کافي بولي.
نازيه عادليار وايي چې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو تر څنګ دې د نارينه وو د پوهاوي د کچې لوړولو هڅې هم وشي چې خپلې لوڼې ښوونځي او ادارو ته د کار لپاره ولېږي.
دې زياته کړه، د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په راکمولو او يا هم مخنيوي کې شوي کارونه کافي نه دي، بايد د دغه ډول پروګرامونو لړۍ کليو او بانډو ته هم وغځول شي.