منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۶ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

عيسى خېل او شينوارى د کال غوره لوبغاړي نومول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل ( پژواک، ١٤ لړم ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ دوه ملي لوبغاړي نبي عيسى خېل او سميع الله شينوارى د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د کال د غوره لوبغاړو په لېست کې راغلي دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د لړم په ١٤مه، د کرکټ په بېلابېلو کټګوريو کې د کال د غوره لوبغاړي لېست اعلان شو .

د کرکټ نړيواله شورا هر کال په ټسټ، يو ورځني کرکټ او شل اووريزو سياليو کې د کال غوره لوبغاړي اعلانوي.

ياده شورا دغه غوره لوبغاړي د کرکټ له لومړۍ درجې دريځ لرونکو هېوادونو څخه ټاکي، خو بيا ددويمې درجې هېوادونو ( ايسو سي ايټ) څخه په ټوليزه توګه يو لوبغاړى ټاکي.

د يادې شورا له خوا په خپاره شوي لېست کې ددويمې درجې هېوادونو ( ايسو سي ايټ) څخه څلور لوبغاړي شارټ لېست شوي،چې دوه يې د افغانستان نبي عيسى خېل او سميع الله شينوارى دي.

د کال غوره ګټونکي لوبغاړي به د لړم د مياشتې په ٢٣مه، د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا  اعلان شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر نبي عيسى خېل د کال د غوره لوبغاړي په لېست کې په راتلو خوښي څرګنده کړه.

هغه چې نن له کابل څخه د متحده عربي اماراتو پر لوري د سياليو او تمريناتو لپاره روان و، پژواک خبري اژانس ته وويل ، ده تل هڅه کړې چې د هېواد او ملي لوبـډلې لپاره ښه لوبه ترسره او هېواد ته وياړونه راوړي.

ده زياته کړه : (( زما، سميع الله شينواري او د نورو لوبغاړو تل هڅه دا وي، چې خپل هېواد ته برياوې راوړو، موږ د جايزو او غوره لوبغاړي انتخابېدو لپاره لوبه نه کوو، زموږ موخه هېواد ته وياړونه راوړل وي. ))

نبي عيسى خېل وايي چې  ددوى ټولې لاسته راوړنې د هېوادوالو ددعاګانو له امله وي او يو ځل بيا يې له هېوادوالو وغوښتل چې د ملي لوبـډلې د برياوو لپاره دعاګانې وکړي.

د يادونې ده چې تېرکال د افغانستان له لوري نوروز منګل او نبي عيسى خېل په لېست کې راغلي وو.