کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٣): د کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې په لوګر ولايت کې د کرکټ روزنيزه اکاډمۍ پرانيستل شوه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري د کرکټ بورډ له هغو هلوځلو مننه وکړه، چې په هغه ولايت کې يې د کرکټ روزنيزې اکاډمۍ رغولو په برخه کې ترسره کړې دي.
ده زياته کړه، له لوګر ولايت څخه به يو ځل بيا د ملي لوبډلو جوړښت ته غوره لوبغاړي لاره ومومي او يو ځل بيا به په دغه ولايت کې د کرکټ اکاډميکې زده کړې د ښو لوبغاړو ودې ته زمينه مساعده کړي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود په خپله وينا کې د لوګر استعدادونه پياوړي وبلل او ويې ويل، په لوګر کې د کرکټ روزنيزې اکاډمۍ په پرانيستې سره به د لوبغاړو پر مخ شته ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.
د کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد په خپله وينا کې وويل، چې لوګر کې د کرکټ اکاډمۍ رغول ځوانو استعدادونو ته وده ورکول دي.
د هغه په وينا، اوس به د دغه ولايت لوبغاړي په يوه اکاډميک چاپېريال کې، چې د ولايت د مرکز په زړه کې ځای لري، زده کړه کوي.
د کرکټ بورډ وياند وايي، له غونډې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود، د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري، اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد او د کرکټ بورډ مرکزي او ولايتي چارواکو په رسمي ډول د اکاډمۍ پرانيسته وکړه.










