کابل ( پژواک، ١٤ لړم ٩٣ ) : ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو او نولس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې وستايلې.
له ارګ څخه د لړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون شپه د هېواد د کرکټ د ١٩ کلنو او ١٦ کلنو ځوانانو له لوبډلو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر د ورزش په ډګر کې د افغان ځوانانو برياوې وستايلې او ويې ويل :((تاسو په خپلو برياليتوبونو سره خپل ګران هېواد ته ستر وياړ ور په برخه کړ او هېوادوال مو سرلوړي کړل.))
ولسمشر غني د هېواد د کرکټ د تنکيو ځوانانو د لوبډلو لوبغاړي وهڅول او هيله يې څرګنده کړه، چې له نورو هېوادونو څخه هم بريالي راستانه شي.
د يادونې ده چې د هېواد د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو څو ورځې مخکې په قطر هېواد کې د اسيا د ١٦ کلنو ځوانانو په سياليو کې اتلولي خپله کړه .
دغه راز د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې د پاکستان هېواد د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته د درېيو يو ورځنيو سياليو په لړ کې ماتې ورکړه.










