منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۶ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله د اسيايي سياليو لپاره کويټ ته لاړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۹ کتنې

کابل ( پژواک، ١٦ لړم ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره کويټ ته  لاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسيا د غوره ليګ سيالۍ د لړم په ١٨مه، په کويټ هېواد کې پيلېږي.

نوموړى وايي چې په دې سياليو کې د ګډون لپاره د هېواد د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله نن د کويټ پر لور  روانه شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال ، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.

دى وايي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د لړم په ١٨مه، له ماليزيا، په ١٩مه، له اماراتو، په ٢١مه له سعودي عربستان، په ٢٤مه، له نيپال او په ٢٥مه، له کويټ سره ترسره کوي.

هوتک وويل چې دغې لوبډلې تېره مياشت په پاکستان کې تمرينات او سيالۍ ترسره کړي او ددې سياليو لپاره يې ښه چمتوالى نيولى دى  .