ژبه

پر يوه ماشوم جنسي تېري کوونکي په ١٥ کاله بند محکوم شول

لښکرګاه (پژواک ١٨ لړم ٩٣): د هلمند ولايت  استيناف محکمې دوه تنه پر يوه شپږکلن ماشوم د جنسي تېري په تور په ١٥ کاله بند محکوم کړل.

د هلمند ولايت د استيناف محکمه کې د لړم په ١٨ مه د دغې  قضيې د استيناف غوښتنې علني غونډه وه، چې ياده پرېکړه په کې اعلان شوه.

د دې ولايت د استيناف محکمې رييس قضاوتوال دل اغا همت وويل، چې د محمدصادق او جميل په نومونو دوو تنو يوکال مخکې پر يوه شپږ کلن هلک جنسي تېرى کړى و.

همت وويل چې نن يې دغو کسانو ته په علني محکمه کې د ١٥ کاله بند سزا واوروله.

د استيناف محکمې څارنوال علي ياور د استيناف غوښتنې تر غونډې وروسته پژواک ته وويل، چې دا کسان  په لومړۍ محکمه کې پر اته کاله بند محکوم شوي و.

د ده په وينا، له دې امله چې مجرمينو په خپل جرم اعتراف کړى او د ډاکټرانو څېړونو هم پېښه تاييد کړې ، نو دوى د بند موده له اتو کلونو ١٥ کلونو ته لوړه کړه.

د محکوم شوو کسانو مدافع وکيل فخروالدين امين پژواک اژانس ته وويل، چې پر محکوم شوو ټاکلى حد سمه پرېکړه نه وه، ځکه د ده په وينا، دا کسان د توطيې ښکار شوي دي.

د هغه په خبره، د متضرر ګڼل شوي ماشوم کورنۍ د ده له موکلينو سره دښنمي لري او دوى ته يې توطيه جوړه کړې، چې ګنې پر ياد ماشوم يې جنسي تېرى کړى دى.

خو د استيناف محکمې چارواکو دا تور رد کړ.

ورته موضوع