کابل ( پژواک، ١٨ لړم ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې نن ماليزيا ته ماتى ورکړه .
د کرکټ ددويمې درجې دريځ لرونکو ٦ هېوادونو ترمنځ د يوه ورځني کرکټ د اسيا د غوره ليګ کرکټ سيالۍ د لړم په ١٨مه، په کويټ کې پيل شوې، چې د افغانستان لوبډله هم په کې ګډون لري .
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د افغانستان او ماليزيا ترمنځ لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه ماليزيا وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.
هوتک وايي چې دافغان توپ اچوونکو او په ځانګړې توګه د رشيد خان د ښې لوبې له امله د ماليزيا ټوله لوبډله په ٣٦ اورونو کې په ١٠١ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ١٠٢ منډو هدف وټاکه .
افغان لوبغاړي رشيد خان د ماليزيا ٦ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په لسم اوور کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د هوتک په وينا، د افغانستان له لوري حضرت ځاځي ٦٦ او شاهدالله ٣٣ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په دې سياليو کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال ، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.
افغانستان به خپله د لړم په ١٩مه له اماراتو، په ٢١مه له سعودي عربستان، په ٢٤مه، له نيپال او په ٢٥مه، له کويټ سره ترسره کوي.










