کابل( پژواک، ١٩ لړم ٩٣ ): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې نن عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړه.
د کرکټ ددويمې درجې دريځ لرونکو ٦ هېوادونو ترمنځ د کرکټ د اسيا د غوره ليګ کرکټ سيالۍ د لړم په ١٨مه، په کويټ کې پيل شوې، چې د افغانستان لوبډله هم په کې ګډون لري .
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن افغانستان د اسيا غوره ليګ سياليو په ترڅ کې خپله دويمه سيالي متحده عربي اماراتو له نولس کلنې لوبډلې څخه د ۳۱۵ منډو په توپير سره وګټله.
هغه زياته کړه، چې د دغې لوبې پچه د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه. ١٩ کلنو ملي لوبغاړو په ټاکل شويو پنځوسو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۳۹۰ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې طارق ستانکزي ۱۶۰ ناسوځېدلې او وحيدالله شفق ۸۷ منډې جوړې کړې.
د متحده عربي اماراتو ١٩ کلنې لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سيالۍ په ۳۲ اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۳ منډې جوړې او سيالي يې افغان ملي لوبغاړو ته وبايلله.
د افغانستان د ١٩کلنو لوبغاړو له لوري نوين الحق د سيالې لوبډلې څلور، رشيد ارمان دوه او شاهد الله هم دوه لوبغاړي وسوځول او طارق ستانکزی د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د اسيا په غوره ليګ سياليو کې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې دويمه بريا ټول افغان ولس ته مبارک ويلې او د ملي لوبډلې د وړتياوو ستاينه يې کړې.
د يادونې ده، چې پرون د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې ماليزيا ته هم ماتې ورکړه .
افغان لوبډله د لړم په ٢١مه له سعودي عربستان، په ٢٤مه، له نيپال او په ٢٥مه، له کويټ سره هم سيالۍ ترسره کوي.










