کابل (پژواک ٢٠ لړم٩٣): د اسيا پراختيايي بانک، د هېواد په ١٥ ولايتونو کې د سېلابونو له امله د زيانمن شويو کليوالي سړکونو او اوبو لګولو سيسټم د بيا رغونې لپاره ٥٦،٦ ميليون ډالرو مرسته کوي.
د دې مرستې تړون نن د افغانستان د ماليې سرپرست وزير او په اقتصادي چارو کې د و لسمشر لوى سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او په افغانستان کې د اسيا پراختيايي بانک د دفتر مسوول هانس ولدرنګ ترمنځ لاسيک شو.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د مرستې له يادو پيسو څخه ٤٠ ميليون ډالر د اسيا د پراختيايي صندوق او پاتې نور يې د برېتانيا د نړيوالې پراختيايي ادارې مرسته ده.
چارواکي وايي، چې دغه پيسې به د افغانستان د بنسټيزو جوړښتونو د صندوق له لارې په بغلان ،سمنګانو، کونړ، نورستان، پنجشېر،غور، بدخشان، نورستان، باميان، لغمان، سرپل،جوزجان،دايکنډي، فارياب او بلخ ولايتونو کې په دوو کلونو کې ولګول شي.
زاخېلوال وويل، چې د اوبو لګولو د سيسټمونو بيا رغول د خلکو د معيشت د ښه کولو او په کليوالي سيموکې د خلکو د مالي او غذايي خونديتوپ لپاره اړين بلل کيږي او کولى شي چې کرنيز حاصلات زيات، اقتصادي وده چټکه او د بېوزلۍ کچه راکمه کړي.
په افغانستان کي د اسيا پراختيايي بانک رييس د دفتر مسوول ولدرنګ وويل: ” د دې پروژې په ترسره کېدو سره به له هغو خلکو سره چې په دې وروستيو کې يې د سېلابونو له امله کليوالې جوړښتونه له منځه تللي، مرسته وشي، ترڅو د دوى د اوبه خور سيسټمونه بيا جوړ شي او مارکېټ ته د حاصلاتو د رسېدو لپاره ورته زمينه برابره شي.”
د روان کال د وري او غويي په مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلا ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه واړول، چې د اسيا پراختيايي بانک يې کچه ٢٤٠ ميليون امريکايي ډالره اټکل کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن