کابل ( پژواک، ٢١ لړم ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې د سعودي عربستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د کرکټ ددويمې درجې دريځ لرونکو ٦ هېوادونو ترمنځ د يوه ورځني کرکټ د اسيا د غوره ليګ کرکټ سيالۍ د لړم په ١٨مه، په کويټ کې پيل شوې، چې د افغانستان لوبډله هم په کې ګډون لري .
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢١ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان او سعودي ترمنځ لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغان توپوهونکو په زړه پورې لوبه وکړه او په ٤٧ اورونو کې د ٣٢٦ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
د افغانستان له لوري طارق ستانکزي ٦٧، رشيد خان ٤٨، شاهدالله ٤١، وحيدالله شفق ٤١، حضرت ځاځي ٣٦ او محمد سردار ١٩ د پام وړ منډې جوړې کړې.
هوتک وويل چې د سعودي عربستان لوبډلې د افغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې مقابله ونه شواى کړاى، ټوله لوبډله يې په ٤٩ منډو وسوځېدله او افغانستان دا لوبه د ٢٧٧ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري نوين الحق ٦، رشيد خان ٢ او طارق ستانکزي يو لوبغاړ ى وسوځول.
د افغانستان له لوري پياوړي تېز توپ اچوونکي نوين الحق چې د سعودي عربستان شپږ لوبغاړي يې وسوځول ، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان تر دې مخکې ماليزيا او متحده عربي اماراتو ته هم سترې ماتې ورکړې دي.
په يادو سياليو کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال ، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.
افغانستان به خپله درېيمه لوبه د لړم په ٢٤مه له نيپال او په ٢٥مه، له کويټ سره ترسره کوي.










