کابل ( پژواک، ۲۳ لړم ۹۳ ) : د افغانستان ملي نولس کلنې لوبډلې د اسیا دغوره لیګ سیالیو په لړ کې خپله څلورمه سیالي د نیپال له ملي نولس کلنې لوبډلې څخه وګټله.
د کرکټ ددويمې درجې دريځ لرونکو ٦ هېوادونو ترمنځ د يوه ورځني کرکټ د اسيا د غوره ليګ کرکټ سيالۍ د لړم په ١٨مه، په کويټ کې پيل شوې، چې د افغانستان لوبډله هم په کې ګډون لري .
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک دلړم په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نننۍ لوبې پچه د ملي نولس کلنو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د نیپال ملي نولس کلنې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
هغه زیاته کړه، چې د نیپال ملي نولس کلنو لوبغاړو د سیالۍ تر ۴۵ اوور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو هدف ورکړ.
د افغان ملي نولس کلنو لوبغاړو توپ اچونکو له لوري رشید ارمان ۴، ضیاءالرحمن اکبر ۲ او شاهدالله هم د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.
هوتک وایي، چې افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۳۶ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې شاهدالله ۵۲ په زړه پورې منډې جوړې کړې.
رشید ارمان د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.
افغانستان تر دې مخکې ماليزيا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم سترې ماتې ورکړې دي.
په يادو سياليو کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال ، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.
ملي نولس کلنه لوبډله به خپله وروستۍ سیالي سبا د کویټ ملي نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.










