منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۷ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ: ملي نولس کلنې لوبډلې اتلولي ترلاسه او نړيوال جام ته لاره ومونده

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ۹۳): د افغانستان ملي نولس کلنې لوبډلې د اسيا د غوره ليګ سياليو په خپلې پنځمې لوبې کې، پرله پسې پنځمې بريا ترلاسه کولو سره، د دې سياليو اتلولي ترلاسه او نړيوال جام ته يې لاره پيدا کړه.

د کرکټ  د دويمې درجې دريځ لرونکو ٦ هېوادونو ترمنځ د يوه ورځني کرکټ د اسيا د غوره ليګ کرکټ سيالۍ د لړم په ١٨مه، په کوېټ کې پيل شوې او ټاکل شوې ده، چې د لړم په ٢٥مه، پاى ته ورسېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ۲٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان نن خپله وروستۍ او پنځمه لوبه له کوربه هېواد کوېټ سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، د نننۍ لوبې پچه د ملي نولس کلنو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هوتک وايي، ملي ١٩ کلنو لوبډلې په ٤٧ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو، ٢٧١ منډې جوړې کړې او کوېټ ته يې د ٢٧٢ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري احسان الله ٨٩، جمعه ګل ٧٢ او وحيدالله شفق ٣٤ په زړه پورې منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د کوېټ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په شلو اورونو کې په ٦٥ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٠٦ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري نوين الحق څلور، محمدظاهر او ضياءالرحمن درې درې لوبغاړي وسوځول.

احسان الله، چې ٨٩ منډې يې جوړې کړې وې، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

له دغې بريا سره، افغانستان نه يواځې د دې سياليو اتلولي ترلاسه کړه، بلکې په ٢٠١٦زېږديز کال په بنګله دېش کې ترسره کېدونکي د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام ته يې هم لاره ومونده.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې، تر دې مخکې هم درې ځلې نړيوال جام ته لاره پيدا کړې وه.

افغانستان تر دې مخکې ماليزيا، سعودي عربستان، نيپال او  متحده عربي اماراتو ته هم سترې ماتې ورکړې وې.

په يادو سياليو کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کوېټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلو برخه اخيستې وه.