فيض اباد، فراه (پژواک ٢٥ لړم ٩٣): د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر د ماين د چاودنې له امله ټپي شوى او يو پوليس وژل شوى او همدارنګه په فراه ولايت کې هم دوه کسان وژل شوي دي.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقدير صياد، چې تيشکان ولسوالۍ ته د امنيتي اوضاع د څېرلو په موخه تللى و، پرون ماښام يې د موټر مخې ته يو ماين چاودېدلى دى.
هغه زياته کړه، چې صياد په دغه پېښه کې د دوو نورو پوليسو په ګډون ټپي شوى او يو بل پوليس وژل شوى دى.
فروتن زياته کړه، چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا له لرې کنټرولېده او د امنيت د امر رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
همدارنګه په فراه ولايت کې هم دوه کسان وژل شوي دي.
د فراه د والي وياند جواد افغان پژواک ته وويل، چې د سراچه او کرولا موټرونو د نماينده گۍ مشر عبدالغني د دوه موټرسايکل سپرو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، د مقتول خپلوان چې د پېښې په سيمه کې شتون درلود، دغه بريد کوونکي يې تعقيب کړي، چې د هغوى له ډلې يې يو کس وژلى او بل په تېښته بريالى شوى دى.
افغان زياته کړه، چې دغه پېښه نن له غرمې وړاندې د فراه ښار د دويمې ناحيې په اړونده سيمه کې رامنځته شوې او د څېړنو له مخې، دغه پېښه شخصي بڼه لري او د پېښې په اړه يې يو شکمن کس نيولى دى.
د يادولو ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم د فراه ښار په درېيمه ناحيه کې د ملي امنيت د رياست يو کارکوونکى وژل شوى او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن