کابل ( پژواک، ٢٦ لړم ٩٣ ) : د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبـډله په کويټ کې داسيا دغوره ليګ جام سياليو تر ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
د اسيا غوره ليګ سيالۍ دا ځل په کويټ کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلو برخه اخيستې وه.
د نولس کلنو ملي لوبډلې په دې سياليو کې خپلو سيالو لوبډلو ته په ډېر لوى توپير اوسترو ماتې ورکولو سره لومړى مقام خپل او د ١٩ کلنو نړيوال جام ته يې لاره پيدا کړه.
د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډله نن د لړم په ٢٦مه، په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوه، چې د کابل د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني، د مشرانو جرګې پخواني مرستيال سيد حامد ګيلاني، د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس او يو شمېر نورو چارواکو او مينه والو له خوا يې تود هرکلى وشو.
شهزاده مسعود پژواک اژانس ته وويل چې ١٩ کلنه ملي لوبـډله په کويټ کې خپلې پنځه واړه لوبې په لوى توپير سره وګټلې او نړيوالو ته يې دا وښودله، چې افغانستان په کرکټ کې له چا څخه کم نه دي.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې کپتان احسان الله پژواک ته وويل چې په دې سياليو کې ځوانو لوبغاړو له ځانه ښه وړتيا وښوده.
هغه هيله څرګنده کړه، چې لوبـډله به يې په نړيوال جام کې هم ښه لوبه ترسره کړي.










