ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کلات ښار له سړکونو موانع لرې شول

د کلات ښار له سړکونو موانع لرې شول

author avatar
17 Nov 2014 - 16:28
د کلات ښار له سړکونو موانع لرې شول
author avatar
17 Nov 2014 - 16:28

کلات (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): د زابل د ولايتي شورا وکيلان وايي چې په کلات ښار کې د عامو خلکو او ترافيکو لپاره د اسانتيا رامنځته کولو په موخه يې له درېيو سړکونو موانع لرې کړي دي.

د دوی په خبره چې دا درې سړکونه له څو کلونو راهيسې د بېلابېلو دولتي ادارو او شخصي کسانو له خوا بند شوي وو چې له امله يې ښاريان له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د زابل د ولايتي شورا يوه غړي محمد داوود ګلزار د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نوې شورا د فعاليت په پيلېدو سره ښاريانو په دې اړه ورته ډېر شکايتونه وکړل.

هغه زياته کړه چې خلکو د يادو لارو له بندولو سر ټکاوه د دې تر څنګ خلک د عامې روغتيا او پوهنې په برخه کې هم ستونزې درلودې.

ګلزار وويل چې دوى په لومړي اقدام کې د کلات ښار هغه درې لارې چې د ځينو ادارو له خوا بندې شوې وې، پرانيستلې او د خلکو د نورو ستونزو په اړه به هم ډېر ژر اقدام وکړي.

د کلات ښار يوه اوسېدونکي سيدالله پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا وکيلانو د کار په پيلولو سره وښوده چې ژمن کسان دي.

هغه زياته کړه چې عام ولس په بېلابېلو برخو کې ډېرې ستونزې لري او له وکيلانو يې وغوښتل چې د خلکو د ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکړي.

د عيسی محمد په نوم يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د بندو لارو خلاصول د خلکو هيله وه چې نن د ولايتي شورا له خوا پوره شوه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.