ژبه

کلات کې موټربم چاودنې درې ځانمرګي وژلي

نسيم هوتک

۲۷ لړم ۱۳۹۳ - ۱۵:۱۹

Views: ۹۱

کلات (پژواک، ٢٧ لړم ٩٣): د زابل ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو يو موټربم موخې ته له رسېدو مخکې چاودېدلى او په کې درې ځانمرګي وژل شوي دي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه د زابل د مرکز کلات ښار اړوند د بارکزو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، له کندهاره کلات ته پر لاره د وسله والو کرولا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و او درې ځانمرګي هم په کې وو، په ياده سيمه کې د پوليسو له خوا د درېدو له اشارې سره سم يې چاودنه ورکړې ده.

لېونى وايي چې پوليسو د دغه موټر په اړه لا له مخکې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې درې ځانمرګي وژل شوي او پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د وسله والو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې دوى په کلات ښار کې تکتيکي چاودنه کړې چې له امله يې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.