کلات (پژواک، ٢٨ لړم ٩٣): د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې پوليسو وژلى دى.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، ځانمرګي بريدګر هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک خپل مازدا موټر د شينکۍ ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ دننه کړي او بيا هلته چاودنه وکړي.
د نوموړي په وينا، کله چې ياد موټر امنيې قوماندانۍ نږدې شوى، نو د قوماندانۍ په قراول کې ناست پوليس پېژندلى، ډز ې يې پرې کړې او وژلى يې دى.
فراهي وويل چې د پوليس له ډز سره سم بريدګر وژل شوى او موټر يې چاودنه کړې چې له امله يې يو پوليس ټپي او د شينکۍ ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ يو څه زيانمنه شوې ده.
د امنيت د امر په وينا، په دې پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د مزدا په وسيله ترسره شوي، بريد کې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره ورځ هم د زابل په مرکز کلات ښار کې درې ځانمرګي بريدګر چې په يوه موټر کې روان وو، موخې ته له رسېدو مخکې د پوليسو له خوا وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن