کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): د ووشو افغان لوبغاړي خالد هوتک، خپلو روسي او ويتنامي سيالانو ته په ماتې ورکولو سره، په اندونيزيا کې د ووشو ستورو د نړيوالو لوبو وروستي پړاو ته لار ومونده.
د هېواد د ملي المپيک کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې هوتک په دې بريا سره ، په يادو لوبو کې د برونز مډال تر لاسه کول حتمي کړي دي.
يادې کمېټې ليکلي، چې هوتک د دې لوبو په لومړۍ لوبه کې خپل روسي سيال مات کړ او دويم پړاو ته يې لار ومونده.
سرچينه زياتوي: “هوتک په دويم پړاو لوبو کې په ښکلې او د نندارې وړ لوبې سره وکولاى شول، چې دوه د صفر پر وړاندې خپل ويتنامي سيال ته ماتې ورکړي او وروستي پړاو ته لار ومومي. “
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خالد هوتک، په وروستي پړاو کې د سرو زرو مډال د تر لاسه کولو لپاره بايد خپل فليپيني سيال ته نن شپه ماته ورکړي.
په يادو سياليو کې چې د لړم په ٢٨مه پيل شوې او سبا پاى ته رسي، د نړۍ ٢٨ هېوادونه برخه لري.
خالد هوتک، په ماليزيا کې د ووشو په نړيوالو لوبو کې د برونز مډال په تر لاسه کولو سره ، د افغانستان په استازيتوب د اندونيزيا په يادو سياليو کې د ګډون جواز تر لاسه کړى و.










