ژبه

بادغېس کې شپږ تښتول شوي ښوونکي خوشي شول

توسط عبداللطیف ایوبی

نوومبر 21, 2014 - 3:42 pm

Views: 88

قلعه نو ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): وسلوالو، د قومي مشرانو د هڅو په پاى کې، هغه شپږ تنه ښوونکي خوشي کړل، چې د لړم په ٢٧مه يې د بادغېس په قادس ولسوالۍ کې تښتولي وو.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې د قادس ولسوالۍ د “تاکک” سيمې د ښوونځي دغه شپږ تنه ښوونکي د وسلوالو طالبانو د يو قوماندان ملا عزت الله کسانو تښتولي وو. 

د بادغېس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمدقيوم انګار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو له يادو ښوونکو څخه دوه تنه تېره شپه او څلور نور يې نن ( د لړم ٣٠ مه) خوشي کړي دي.

هغه وويل، چې دغه کسان د تاکک سيمې د قومي مشرانو د هڅو په پايله کې راخوشي شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.