منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کابل په سروبي کې د کرکټ روزنيزه اکاډمي پرانيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د کرکټ روزنيزه اکاډمي پرانيستل شوه او په لغمان ولايت کې د بلې اکاډمۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر نورمحمد مراد، د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي او نورو چارواکو پرون په سروبي ولسوالۍ کې د کرکټ د روزنيزې اکاډمۍ پرانيسته وکړه.

په دغو مراسمو کې د سروبي ولسوال محمدګل شرافت، د ولايتي شورا پخوانى غړى محمد نصرتيار او د دې ولسوالۍ امنيتي مسوولينو برخه اخيستې وه.

هوتک زياته کړه چې د سروبي اکاډمۍ پر درې جريبه ځمکه کې د  افغانستان کرکټ بورډ په مالي لګښت جوړه شوې  ده.

دى وايي چې په دې اکاډمۍ کې پېچونه او د تمريناتو لپاره ځانګړي ځايونه او د لوبغاړو د کېناستو او اوسېدو ځاى هم جوړ شوي دي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د پرانيستې پر مهال وويل چې پخوا يواځې په کابل کې د کرکټ يوه اکاډمي وه، خو اوس په ګڼ شمېر ولايتونو او ولسواليو کې جوړې شوې دي.

هغه زياته کړه چې په دغو اکاډميو کې د ملي او سيمه ييزو روزونکو له خوا لوبغاړو ته د کرکټ په بېلابېلو برخو کې معياري روزنه ورکول کېږي.

د سروبي ولسوال محمدګل شرافت د کرکټ بورډ له هلو ځلو او په دې ولسوالۍ کې د کرکټ د روزنيزې اکاډمۍ له پرانيستې مننه وکړه.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورد د چارواکو له خوا د لغمان د مرکز مهترلام ښار په سراج بڼ کې د کرکـټ د يوې بلې اکاډمۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دغو مراسمو کې د کرکټ بورډ د مشرانو تر څنګ د لغمان د ولايتي شورا مشر رفېع مموزي، سناتور قاري مير حاتم تره خېل او د کرکټ مينه والو برخه اخيستې وه.

د کرکټ بورډ وياند وايي چې دغه اکاډمي په يونيم جريب ځمکه کې د کرکټ بورډ په مالي لګښت په شپږو مياشتو کې جوړېږي.