منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

چک کې دکرکټ سیالۍ د “شیخ یاسین” لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

ميدان ښار( پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣): د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د کرکټ سیالۍ د “شیخ یاسین” لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې .

د میدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اووه ورځنۍ شل اوريزه سياليو کې د يادې ولسوالۍ د بېلا بېلو سيمو لسو لوبډلو برخه لرله.  

هغه وويل، چې د شیخ یاسین لوبډلې، الجهاد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو لومړی مقام خپل کړ.

دى وايي، چې الجهاد لوبدلې دویم او د علیشې د فرید کلي لوبډلې بیا د دغه سیالیو درېیم مقام تر لاسه کړ.

د هغه په وينا، دغه سيالۍ د چک ولسوالۍ د لوبو کمېټې له لورې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ د همغږي او یوالي په موخه پر لاره اچول شوې وې.

د چک ولسوال محمد هاشم د پای لوبې په مراسمو کې ځوانانو ته لارښوونه وکړه،چې په خپل منځ کې همغږي رامنځته کړي او له دې لارې په یوالي سره له خپلو حقونو دفاع وکړي .

نوموړی همدا راز له ځوانانو وغوښتل،چې له خپل حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي،ترڅو په یاده ولسوالۍ کې د لوبو ترڅنګ نورې چارې هم پیل او شته ستونزې په بشپړ ډول هوارې شي .

د لوبې په پای کې د چک ولسوال له لوري بریالۍ لوبډلې ته کپ او نورو پیاوړو لوبغاړو ته مډالونه او جايزې ورکړل شوې.