منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کرکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

کابل( پژواک، ١١ لېندۍ ٩٣): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو درېیمه سیالي وګټله.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ده په وينا، د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان ملي لوبډلې ته د ۲۷۴ منډو هدف ورکړ. ده وويل چې د ملي لوبډلې توپ اچوونکو له لوري دولت ځدراڼ د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د هغه د معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ، چې له ډلې یې جاوېد احمدي ۶۷ او میرویس اشرف ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ريیس ډاکټر نورمحمد مراد ددغې بريا مبارکي د افغانستان ټول ولس ته ويلې از زياتوي: ” لوبډله پوره چمتوالی لري او انشاالله چی په راتلونکو لوبو کې به هم ښې لاسته راوړنې ولري، ترڅو په نړیوال جام کې خپلو هېوادوالو ته د خوښۍ زیري راوړي.”

 

ډاکټر مراد خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي ، ترڅو په خپلو ملي اتلانو باور ولري او دوی همیشه په خپلو دعاګانو بدرګه کړي.