کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): د افغانستان کرکـټ بورډ د نړيوال جام لپاره ٣٠ کسيزه ملي لوبـډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبډله د ټاکنيز کمېسيون له خوا تر ژور غور او ارزونې وروسته اعلان شوې ده.
هغه زياته کړه چې کرکټ بورډ ادارې د کرکټ نړيوالې شورا د معيارونو پر بنسټ د نړيوال جام سياليو ته دا لوبډله ټاکلې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر نورمحمد مراد وايي چې د نړيوال جام لپاره به له ټاکل شوو دېرشو کسانو د تجربې، وړتيا او لاسته راوړنو پر بنسټ به وکولى شي يوه پياوړې پنځلس کسيزه لوبډله وټاکي.
. نوموړي زياته کړه: ((په نړيوال جام کې يواځې ونډه اخيستل زموږ موخه نه ده. موږ به د ګډون کوونکو لوبډلو پر وړاندې د يوې چلېنجي لوبډلې په څېر رول ولرو.))
د نړيوال جام لپاره په اعلان شوې ٣٠ کسيزه لوبډله کې محمدنبي عيسی خېل، نوروز منګل، عثمان غني، جاوېد احمدي، افسر ځاځی، اصغر ستانکزی، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، ميرويس اشرف، ګلبدين نايب، حميد حسن، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، عزت الله دولتزی، افتاب عالم، فريد ملک، نجيب ځدراڼ، ناصر جمال، شرف الدين اشرف، محمد شهزاد محمدي، کريم صادق، شبير نوري، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزی، حمزه هوتک، نجيب الله تره کی، فضل نيازی، محمد مجتبی، نور علي ځدراڼ او رحمت شاه شامل دي.










