لښکرګاه (پژواک ۲۱ ليندۍ ۹۳): په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان وايي، چې په دغه ولايت کې جګړه دکاونډيو هېوادونو د پراخه لاسوهنې او د خلکو د بېکارۍ له امله اوږده شوې ده.
د ميوند قول اردو نوي ټاکل شوي قوماندان بريد جنرال دادان لونګ دا څرګندونې د ليندۍ په ٢١مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
لونګ وايي: (( بهرنيو استخباراتو په دې سيمه کې ريښې کړي،پراخه امکانات لري، موږ يې د مخنيوي لپاره کشفي ارګانونه په همغږۍ سره پر دندو ګومارلي څو نوي پلانونه يې شنډ کړو.))
ده وويل چې په دې ولايت کې د ګاونډيو هېوادونو پراخې لاسوهنې ، مافيايي کړۍ ، د خلکو بېکاري او بې وزلي د جګړې د دوام لامل دي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دومره ډېر شمېر افغان ځواکونو له شتون او امکاناتو سره وسله وال توانېږي خپلو موخو ته ورسېږي، وويل: ((وسله وال مخالفين له موږ سره منظمه جګړه نه کوي، ماين ځای پرځای کوي او يا غلچکي بريدونه کوي،د دې کار د مخنيوي لپاره هم هڅې پيل شوې دي.))
لونګ زياته کړه چې دوی د دې ولايت په ځانګړې توګه د شمالي ولسواليو د امنيت په موخه د طالبانو تاکتيکونو ته په کتو سره پلانونه طرحه کړي ، خو هغه دا پلانونه تشريح نه کړل.
د ده په خبره ، د دغه ولايت په شمالي ولسواليوکې لويه ستونزه عام ولس ته دکار نه شتون او بې وزلي ده ، چې د دولت وسله وال مخالفين او مافيايي کړۍ يې له امله ځوانان جګړې ته هڅوي .
قوماندان دا هم وويل چې په دغه ولايت کې تر ډېره مافيايي کړۍ هم فعاليت لري او تر څنګ يې دکوکنارو دکر او قاچاق مسئله هم ډېره لويه ستونزه ده.
ده زياته کړه چې هلمند نن سبا د سيمې په کچه دکوکنارو د کر، قاچاق او پروسس په لوی مرکز بدل شوى او دا ستونزه دوی ته له مخامخ جګړې سخته ده.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان وايي چې بله ستونزه يې د دې ولايت په سوېلي ولسواليو کې دکانونو قاچاق دی، چې د دوام لپاره يې عاملين د جګړي پراخه کېدو ته لارې چارې جوړ وي او يوه اندازه لګښت هم د دولت وسله والو مخالفينو ته له همدې لارې په لاس ورځي.
نوموړي دا هم وويل چې دی نوی په دنده ګومارل شوی اوسمهال د همدې پلانونو له جوړېدو سر بېره له نورو امنيتي ارګانونو سره د همغږۍ په کار بوخت دی او هڅه کوي په اړونده برخه کې ستونزې هوارې کړي.
دده په خبره ، چې همدا اوس يې د مرکز لښکرګاه په ګډون په بېلابېلو ولسواليوکې له امنيتي ځواکونو سره د همغږۍ د دفترونو په جوړېدو کار پيل کړى چې د غوښتنو او ستونزو پرمهال ژر تر ژره ګډ کار وکړي.
ده ډاډ څرګند کړ چې په پوره همغږۍ او د پلانونو په ترسره کېدو سره به د دغه ولايت په کچه ژر تر ژره امنيتي حالت مثبت بدلون وکړي.
قوماندان د خپلو امکاناتو په اړه وويل: (( اوس ښکاره ستونزې نه شته، الوتکې ، وسايل او وسلې هم شته، خو اړتيا ته په کتو مې خپلو اړونده قطعاتو ته ويلي څو معلومه کړي چې کوم ډول وسايلو ته اړتيا لري چې اوس يې په واک کې نشته.))
ده ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، تر اوسه دوی ته په دې ولايت کې په ښکاره له طالبانو پرته ، د نورو سخت دريځو ډلو لکه داعش، حقاني او القاعدې په اړه معلومات نه شته، چې د دوی په مخالفت کې فعاليت کوي او که څنګه؟ خو زياته يې کړه چې بهرني استخباراتي فعاليتونه شتون لري او دې کار ستونزې جوړې کړې دي.










