ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ملکي ادارو کې له سمون سره د پوځي عملياتو اغېزمنتيا ډېرېداى شي

په ملکي ادارو کې له سمون سره د پوځي عملياتو اغېزمنتيا ډېرېداى شي

author avatar
13 Dec 2014 - 12:39
په ملکي ادارو کې له سمون سره د پوځي عملياتو اغېزمنتيا ډېرېداى شي
author avatar
13 Dec 2014 - 12:39

کلات (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): په زابل ولايت کې د ملي اردو چارواکي وايي چې په تېرو اتو مياشتو کې د ملي ځواکونو له لوري په ترسره شوو عملياتو کې د دولت ۱۶۸ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د دوهمې لوا درستيزوال ډګروال ولي محمد احمدزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ياد عمليات د زابل په ټولو ولسواليو کې ترسره شوي دي.

د ده په خبره چې د ۱۳۹۳ کال په اتو مياشتو کې د ملي اردو له خوا په ترسره شوو عملياتو او جګړو کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ۱۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپيان شوي دي.

احمدزي زياته کړه چې ۲۵ وسله وال طالبان د ملي اردو له لوري ژوندي نيول شوي او ۴۸ وسايط چې لويه برخه يې موټرسايکلونه وو، هم ترلاسه شوي يا له منځه وړل شوي.

نوموړى وايي چې په ياده موده کې د ملي اردو د ځواکونو د ګزمو پر مهال ۱۰۴۹ کړۍ د سړک غاړې ماينونه کشف او له منځه وړل شوي او ۲۳ ميله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې او نهه پايې مخابرې يې هم ترلاسه کړې دي.

د دوهمې لوا درستيزوال  په ياده موده کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو ځواکونو د تلفاتو په اړه وويل چې په دې موده کې د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى او ګڼ نور ټپيان شوي، خو ډېره مرګ ژوبله د ماينونو له امله ورته اوښتې ده.

د احمدزي په خبره، که د ولسواليو په ملکي ادارو کې سمون راشي او فعاليتونه يې ښه شي، نو ورسره سم به د ملي اردو د عملياتو اغېزمنتيا هم زياته شي.

د  نوموړي په وينا، ملکي ادارې بايد تل له خلکو سره په اړيکې کې وي  او د هغوى ستونزې حل کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.