Language

تخار کې دوه مړي موندل شوي

تالقان (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د تخار په خواجه غار او بهارک ولسواليو کې د دوو تنو سپين ږيرو مړي موندل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سپين ږيري چې يو يې ٦٠ او بل شاوخوا ۹۰ کلن دي، د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوي.

تيمور وايي: ((دوه سپين ږيري په ډېر وحشيانه توګه وژل شوي يو يې په تبر او بل يې د تومانچې پر ډزو وژل شوي دي.))

تيمور زياتوي چې ۹۰ کلن محمدنبي د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکى دى او نن سهار يې په جيلم خورد سيمه کې مړى وموندل شو او د يوه بل ۶۰ کلن مړى چې لا يې هويت نه دى معلوم، د بهارک په ولسوالۍ کې موندل شوى دى.

هغه وايي که څه هم په دې اړه څوک نه دي نيول شوي، خو د دغو پېښو په اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

د خواجه غار ولسوالۍ د جيلم خورد سيمې اوسېدونکى صفي الله پژواک ته وايي چې په سيمه کې يې خلکو نن سهار د يو سړي مړى موندلى او بيا يې په اړه پوليسو ته خبر ورکړ.

دى وايي چې دا سړى پر ډزو وژل شوى، خو د هغه د هويت په اړه يې معلومات نه درلودل.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو پېښو مسووليت نه دى اخيستى.

په دې وروستيو کې د ناپېژانده وسله والو له لوري د تخار په ګډون په لوګر، هلمند او هرات ولايتونو کې د وژنو پېښې ډېرې شوې دي.

د لېندۍ په ٢١مه د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د يوه سړي او مېرمنې مړي موندل شوي وو چې د چارواکو په وينا د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي وو.