ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلم دوست: د خراسان امير نه يم مقرر شوى

مسلم دوست: د خراسان امير نه يم مقرر شوى

author avatar
14 Dec 2014 - 12:37
مسلم دوست: د خراسان امير نه يم مقرر شوى
author avatar
14 Dec 2014 - 12:37

کابل (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٣): افغان ليکوال او ديني عالم مسلم دوست وايي چې له داعش سره يې بيعت کړى خو د دې ډلې له خوا د خراسان د امير په توګه نه دى ټاکل شوى.

تېره مياشت پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى و چې په عراق او شام کې رامنځته شوې ډلې داعش چې د اسلامي خلافت اعلان يې کړى، د خراسان سيمې لپاره يو افغان مولوي عبدالرحيم مسلم دوست د خراسان سيمې لپاره امير ټاکلى دى.

د داعش له خوا په اعلان شوي خلافت کې د خراسان سيمه ډېره پراخه ده، په دې سيمه کې بنګله دېش، هندوستان، پاکستان، افغانستان، ايران او د منځنۍ اسيا هېوادونه راځي.

خو د عبدالرحيم مسلم دوست له خوا د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يو رالېږل شوي غږيز پيغام کې د پاکستان د رسنيو ياد راپور په کلکه رد شوى دى.

هغه زياته کړې: ((د دې بې اساسه خبر تر شا د يو شمېر پردي پالو کړيو لاس دى او په دې ډول راپورونو سره غواړي ما ته ستونزې پيدا کړي.))

مسلم دوست ويلي چې په نړۍ کې د اسلامي خلافت اړتيا ته په ليدلو سره يې له داعش سره بيعت کړى، خو د دې ډلې له خوا د خراسان لپاره مشر نه دى ټاکل شوى.

د نوموړي په وينا، که چېرې داعش د خراسان لپاره څوک مشر ټاکي، نو د دې ډلې د مرکزي مشرتابه له خوا اعلانېږي.

مولوي عبدالرحيم مسلم دولت چې له طالبانو سره يې نږدې اړيکې درلودې، پاکستاني ځواکونو تر نيولو وروسته امريکا ته وسپاره او بيا په ګوانتانامو زندان کې څلور کاله بندي و.

هغه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، مسلم دوست له ګوانتانامو زندانه تر خوشي کېدو وروسته ((د ګوانتانامو ماتې زولنې)) په نوم کتاب هم ليکلى دى.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.