ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” په ٢٠١٤ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ٢٠ سلنه لوړه شوې”

” په ٢٠١٤ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ٢٠ سلنه لوړه شوې”

author avatar
20 Dec 2014 - 14:20
” په ٢٠١٤ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ٢٠ سلنه لوړه شوې”
author avatar
20 Dec 2014 - 14:20

کابل(پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣):د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، په روان ٢٠١٤ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٣١٨٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٤٢٩ نور ټپيان شوي ، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ٪٢٠ سلنه زياتوالى څرګندوي.

دغه مرګ ژوبله د ٢٠١٤ زېږديز کال له پيل نه د نومبر تر مياشتې پورې د افغانستان لپاره  د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر( يوناما) له خوا ثبت شوې ده. د ملګي وګړو مرګ ژوبله په تېرو څو کلونو کې پرله پسې زياته شوې ده.

 يوناما ګواښ کړى چې امکان لري د روان زېږديز کال تر پايه تر يوې بلې مياشتې پورې د مرګ ژوبلې دغه شمېر زيات او ١٠ زره شي. دا په يوه کال کې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده چې يوناما يې له ٢٠٠٩ کال نه را هيسې  ثبتوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل راپور کې ددې مرګ ژوبلې ٧٥ سلنه مسووليت پر طالبانو، حقاني شبکې او نورو دولت ضد وسله والو  ډلو ور اچوي.

د يوناما د بشري حقونو د برخې مشر جورجيت ګګنون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبريالانو ته وويل چې ددې مرګ ژوبلې يواځې ١٢ سلنه مسووليت د حکومت پلوه ځواکونو پر غاړه دى.

 ګګنون زياته کړه چې ١١ سلنه مرګ ژوبله د نورو نښتو په پايله کې رامنځته شوې چې عاملان يې نه دي پېژندل شوي او دوه سلنه مرګ ژوبله د جګړې په ساحه کې د پاتې شوو ناچاودو توکو د چاودنې له امله  رامنځته شوې ده.

د يوناما د ثبت شوو معلوماتو له مخې، په ٢٠١٤ کال کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په شمېره کې ٣٣ سلنه او د ښځو د مرګ ژوبلې په شمېره کې ١٤ سلنه زياتوالى راغلى دى.

 ملګرو ملتونو ويلي چې د ٢٠١٤ کال مرګ ژوبلې توپير د تېرو کلونو په پرتله په دې کې دى چې اکثره ملکي وګړي د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتو او د جګړې په سيمه کې د پاتې شوو ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل شوي دي.

يوناما يو ځل بيا له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او هغوى په ((قصدي او غير قصدي)) ډول په نښه نه کړي.

د ٢٠٠٩ زېږديز کال له پيل نه چې يوناما د افغانستان د ملکي مرګ ژوبلې په اړه کوم راپورونه خپروي، په تېرو شپږکلونو کې ١٧٢٥٢ملکي وګړي وژل شوي او ٢٩٥٣٦نور ټپيان شوي دي.

د يوناما د شمېرو له مخې، په ٢٠١٣ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٢٩٥٩ ملکي وګړي وژل شوي او ٥٦٥٦ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې ٢٧٦٨تنه وژل شوي او ٤٨٢١ نور ټپيان شوي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.