منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل ( پژواک، ٨ مرغومى ٩٣ ) : د کرکټ نړيوال جام لپاره چې ټاکل شوې يوه نيمه مياشت وروسته په استراليا کې ترسره شي، د افغانستان  ١٥ کسيزه  ملي لوبـډله اعلان شوه.

د افغانستان کرکـټ بورډ د ټاکنيز کمېسيون غړو ياده لوبډله د مرغومي په ٨مه،د کرکټ بورډ په مرکز کې ديوې خبري غونډې پر مهال اعلان کړه .

د ياد کمېسيون غړي دولت احمدزي وويل چې تر دوه ورځو پرله پسې ناستې او  اوږدو ،  هر اړخيزو بحثونو څخه وروسته يې ١٥ کسيزه لوبـډله و‌ټاکله.

هغه زياته کړه، ١٥ کسيزه لوبـډله به تر نړيوال جام مخکې په متحده عربي اماراتو کې د سکاټلنډ او ايرلينډ پر وړاندې او د ۲۰۱۵ زېږديز کال نړيوال جام سياليو کې چې په استراليا او نيوزيلنډ کې ترسره کېږي، ونډه اخلي.

د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز وويل چې په ملي لوبـډله کې پياوړو ځوانو او تجربه لرونکو مشرانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په لوبډله کې د ځوانو او مشرانو لوبغاړو ځاييدل د لوبډلې پر انډول مثبته اغېزه لري.

 نوموړي هيله څرګنده کړه چې اعلان شوې ملي لوبډله به د خپل کپتان په مشرۍ په نړيوال جام سياليو کې خپلې وړتياوې د ښې لوبې په ترسره کولو سره وښيي.

مولز زياته کړه : ((موږ له پوره ارزونې او اوږدو بحثونو څخه وروسته د ملي لوبډلې لېست اعلان کړ. د هر لوبغاړي وړتياوې مو وارزولې او ټولو اړونده اړخونو ته له کتنې وروسته مو پنځلس کسيز نوملړ او  څلور احتياطي لوبغاړي اعلان کړ.))

د نړيوال جام لپاره  اعلان شوې ملي لوبډله په لاندې ډول ده.

 

محمدنبی عيسی خېل ( کپتان) نوروز منګل ( مرستيال کپتان )  ميرويس اشرف، نجيب الله ځدراڼ، ناصر جمال، ګلبدين نايب، سميع الله شينوارى، عثمان غني، اصغر ستانکزى، جاوېد احمدي، افسر ځاځى، شاهپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، حميد حسن او  افتاب عالم

دغه راز شفيق الله شفق، حشمت الله شهيدي، شرف الدين اشرف او عزت الله دولتزى په احتياط لوبغاړو کې شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام د ٢٠١٥ کرکټ د فبرورۍ په ١٤مه، پيل شي، چې په اسټراليا او نيوزيلينډ کې ترسره کېږي.

په دې سياليو کې د نړۍ ١٤ لوبـډلې  برخه اخلي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې افغانستان، اسټراليا، انګلستان، سريلانکا، نيوزيلينډ ، بنګله دېش او سکاټلينډ او په ب ګروپ کې ، پاکستان، هندوستان، ويسټ انډيز ، سوېلي افريقا، زمبابوۍ ، ايرلينډ او متحده عربي امارات شامل دي