منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ لوبډلې لپاره درېيم بهرنى روزونکى وګومارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

 

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): د افغانستان کرکټ بورډ د انګلستان يو اوسېدونکى انډي پيک د درېيم بهرني روزونکي په توګه پر دنده ګومارلى دى.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې انډي پيک به د توپ اچونې په برخه کې لوبغاړي روزي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ د توپوهنې، توپ نيونې او فزيکي پياوړتيا سربېره په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې هر سپورټي اړخ ته د ودې ورکولو پر دغه اقدام لاس پورې کړى دى.

هوتک وايي چې انډي پيک د انګلستان پخوانی لوبغاړی او د دغه هېواد د نولس کلنې ملي لوبډلې او د کاناډا د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې او د روزنې په برخه کې پراخه تجربه لري.

د کرکټ بورډ وياند وويل چې انډي پيک به د سکاټلنډ او ايرلينډ ملي لوبډلو پر وړاندې د څلورو يو ورځنيو نړيوالو سياليو په ترڅ کې چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، له ملي لوبډلې سره خپل روزنيز سفر پيلوي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د توپ اچونې په برخه کې د نوي روزونکي پر دنده ګومارل به د نړيوال جام پر مهال د ملي لوبـډلې پر لوبې مثبته اغېزه وکړي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي پژواک اژانس ته وويل هڅه يې دا ده چې د ملي لوبډلې لپاره ډېرې اسانتياوې برابر کړي.

د يادونې ده چې اوس مهال د استراليا پيټر انډرسن او د انګلستان انډري مولز دوه نور روزونکي هم د افغانستان له ملي لوبـډلې سره د روزونکو په توګه کار کوي.