منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د فوټبال په نړيواله درجه بندۍ کې ١٤٢ مقام لري

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل ( پژواک ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : د فوټبال نړيوال فدراسيون ( فيفا) له خوا په تازه خپره شوې درجه بندۍکې افغانستان ١٤٢ ځاى لري، خو د سوېلي اسيا له هېوادونو څخه ډېر مخکښ دى.

په سويټزرلينډ کې د فيفا له مرکزي دفتر څخه د مرغومي په ٢٠مه، په خپره شوې نوې درجه بندۍ کې المان د پخوا په څېر په لومړي مقام کې ځاى لري.

د نوې درجه بندۍ له مخې، ارجنټاين دويم، کولمبيا درېيم مقام ، بلجيم څلورم، هالينډ پنځم، برازيل شپږم، پرتګال اووم، فرانسه اتم ، هسپانيا او يوراګواى لسم مقام کې دى.

په نورو هېوادونو کې امريکا ٢٧ ، روسيه ٣١، اسرائيل ٣٢ ، ايران ٥١ او چين ٩٦ مقام کې ځاى لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې ١٤٢ مقام کې ځاى لري، خو له خپلو ډېرو ګاونډيو او سوېلي اسيا هېوادونو څخه ډېر مخکښ دى.

د نوې درجه بندۍ له مخې، پاکستان ١٨٨ ، هندوستان، ١٧١ ، سريلانکا ١٧٢، بنګله دېش ١٦٥ او نيپال ١٨٦ مقام کې ځاى لري.

د سوېلي اسيا بل هېواد بوتان په دې لېست کې تر ټولو وروستي ٢٠٩ مقام کې دى.

افغانستان د اسيا په کچه دوه ويشتم مقام لري، ايران په اسيا کې لومړى، جاپان دويم او سوېلي کوريا په درېيم مقام کې دى.

د فوټبال د چارو کارپوهه او پخوانى لوبغاړى هادي کاظمي وايي، چې افغانستان په دې وروستيو کې ډېرى نړيوالې لوبې نه لري، ځکه شاته تللى دى.

هغه زياتوي چې بيا يو شمېر نورو هېوادونو په دې موده کې لوبې ترسره کړي او په درجه بندۍ کې يې پرمختګ کړى، ځکه افغانستان وروسته تللى دى.

د يادونې ده، دوه کاله مخکې کله چې افغانستان د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو اتلولي خپله کړه، نو افغانستان په خپل  تاريخ کې تر ټولو لوړ مقام ١٢٢ ترلاسه کړ.