منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کرکټ لوبدلې ايرلينډ ته ستره ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې د ايرلينډ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

دا لوبه د مرغومي په ٢٧مه، د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې لوبې پچه ايرلينډ وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٦ منډې جوړې کړې او  ايرلينډ ته يې د ٢٤٧ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري نجيب ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه ، د شپږو شپږيزو او اوو څلوريزو په مټ يې ٨٣ تېزې منډې جوړې کړې. دغه راز سميع الله شينواري ٥٠ او اصغر ستانکزي ٤٠ د پام وړ منډې جوړې کړې.

هوتک وويل چې د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله دايرلينډ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په څلور څلوېښتم  اوور کې په ١٧٥ منډو وسوځېدله.

دى وايي چې د افغانستان توپ اچوونکو له لوري حميد حسن درې، ميرويس اشرف او افتاب عالم دوه دوه، جاوېد احمدي او محمد نبي يو يو لوبغاړي وسوځول.

نجيب ځدراڼ  ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې ده چې افغانستان تر دې مخکې له سکاټلينډ څخه يوه لوبه ګټلې وه، خو له ايرلينډ او سکاټلينډ ته يې يوه يوه لوبه بايللې وه.

په دې درې اړخيزه سياليو کې افغانستان، سکاټلينډ او ايرلينډ برخه اخيستې وه، چې د يوه ورځني نړيوال جام د تياريو يوه برخه ده.

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ نړيوال جام ٢٦ ورځې وروسته په استراليا او نيوزيلينډ کې پيل شي.