منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان سوداګر له پاکستانه د نقليه وسايطو د امنيت خونديتوب غواړي

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين او د مېوې سوداګر وايي، تر هغه چې پاکستان افغانستان ته د افغان موټر چلوونکو او نقليه وسايطو د امنيت ساتلو تضمين ور نه کړي، افغان سوداګر به زړه ښه نه کړي چې خپل محصولات په خپلو وسايطو کې د دغه هېواد تر واګه بندره ورسوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو مسوولينو په خپله وروستۍ غونډه کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانزيټ تړون پر بنسټ څو اوونۍ وړاندې جوړه شوې وه، پرېکړه کړې چې افغان سوداګر کولاى شي هندوستان ته افغاني محصولات په افغان نقليه وسايطو کې د پاکستان تر واګې بندره ورسوي.

واګه بندر د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور ښار اړوند له هندوستان سره پر ګډه پوله موقعيت لري.

تر دې وړاندې افغاني محصولات (وچه او لنده مېوه او نور توکي) د پاکستان د بلوچستان ايالت په چمن ښار کې تخليه کېدل او تر واګه بندر پورې د پاکستان په وسايطو کې لېږدول کېدل.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين او سوداګر که څه هم د سوداګرۍ په برخه کې دا يو ډېر مهم ګام بولي خو د دې پرېکړې پلې کېدو او تر واګه بندره د تلونکو افغاني نقليه وسايطو ته امنيت ته اندېښمن دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، تر دې وړاندې دوه ځلې نور هم پاکستان ورته ژمنې کړې چې افغاني محصولات به په افغان نقليه وسايطو کې تر واګې بندر پورې رسول کېږي، خو عملي بڼه يې نه ده لرلې.

هغه زياته کړه، دغه ځل هم ډاډه نه دى چې پاکستان به دا پرېکړه عملي کړي، ځکه په دې برخه کې ډېرې ستونزې ليدل کېږي چې پاکستان يې بايد د حل کولو ضمانت ورکړي.

د نوموړي په وينا، په اوسنيو شرايطو کې د افغان سوداګرو ټول صادراتي توکي د پاکستاني ترانسپورټي کمپنيو په قبضه کې دي او د هغوى له خوا تر واګه بندر پورې رسول کېږي.

که د ترانزيټ په برخه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ شوې پرېکړه عملي کېږي، نو تر هر چا وړاندې به د دغه هېواد ترانسپورټي کمپنۍ د افغان نقليه وسايطو پر وړاندې ستونزې جوړوي، ځکه هغوى به دا ونه شي زغملاى چې د افغان سوداګرو د صادراتي توکو د لېږد په بدل کې ترلاسه کېدونکې ګټه دې د هغوى له لاسه ووځي.

ده زياته کړه: ((په داسې حال کې چې د افغان سوداګرو نقليه وسايط او چلوونکي په امن کې نه وي، هغوى به دې ته زړه ښه نه کړي چې خپله مالونه په خپلو وسايطو کې تر واګه بندر پورې ورسوي.))

هغه د افغانستان له ترانسپورټ، سوداګرۍ او ماليې وزارتونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو دې او ورته نورو اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي او له پاکستاني لوري د امنيت ساتلو ضمانت واخلي.

د نوموړي په خبره، که پاکستاني لوري په دې برخه کې تضمين ورکړ او شوې پرېکړه يې په سمه توګه پلې کړه، نو دا به د افغانستان د مېوو سوداګرو او باغ لرونکو ته ډېره مهمه لاسته راوړنه وي.

ده زياته کړه، بيا به افغان سوداګر اړ نه وي چې خپله مېوه څو ځلې له يوه موټره په بل کې تخليه کړي او د دې تر څنګ به يې تر واګه بندر پورې د لېږد کرايه هم د اوس په پرتله ټيټه وي.

زهير له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې له پاکستاني لوري سره دا خبره هم سپينه کړي چې افغان نقليه وسايط دې دا اجازه ولري چې له هغه لوري وارداتي توکي افغانستان ته راولېږدوي.

د ده په خبره، په افغانستان کې د هند د سفارت مسوولينو له افغان سوداګرو سره ژمنه کړې که پاکستان افغان نقليه وسايطو ته تر واګه بندر پورې د توکو د لېږد اجازه ورکړي، نو هندوستان به له واګه بندر څخه تر ممبيي او ډيلي پورې د تلو اجازه ورکړي.

دى وايي، په دې توګه به افغان سوداګر وکولاى شي خپل مالونه د هندوستان تر ممبيي او ډيلي پورې ورسوي او له هغې خوا وارداتي توکي بېرته تر افغانستان پورې را ورسوي.

د کندهار د وچې او تازه مېوې سوداګر هم وايي چې دا مهال هندوستان د افغانستان د مېوو تر ټولو لوى مارکېټ دى، که پاکستان افغان نقليه وسايطو ته تر واګه بندر پورې د مالونو د رسولو اجازه ورکړي او د هغوى امنيت خوندي کړي، نو دا به د سوداګرۍ په برخه کې لوى پرمختګ وي.

د کندهار د تازه مېوې يوه سوداګر حاجي عبدالاحد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، په کار ده افغان چارواکي دغه موضوع له پاکستان سره په جدي توګه تعقيب کړي، ځکه تر دې وړاندې ورته پرېکړې شوې، خو عملي شوې نه دي.

هغه زياته کړه، تر ټولو مهمه دا ده چې د افغان نقليه وسايطو او موټر چلوونکو امنيت خوندي کړاى شي او د پاکستان په خاوره کې په يوه او بل نوم ورته ستونزې جوړې نه شي.

دى وايي: ((له کندهاره د صادرېدونکې وچې او  تازه مېوې ٨٠ سلنه يې هندوستان ته صادرېږي او په پاکستاني وسايطو کې په ډېره لوړه کرايه تر واګه بندر پورې رسول کېږي، که شوې پرېکړه عملي شي نو د افغان وسايطو له لارې به نه يواځې د مېوو د لېږد کرايه مناسبه وي، بلکې د مېوو د ورکېدو او خرابېدو مخنيوى به هم شوى وي.))

د کندهار ښار د مېوو يو بل سوداګر حاجي تورک هم ورته خبره کوي او وايي چې دا درېيم ځل دى چې د افغانستان او پاکستان چارواکي تر واګه بندره په افغاني وسايطو کې د افغان محصولاتو د لېږد ژمنه کوي، په کار ده دا ځل دا ژمنه عملي شي.

هغه وويل په افغانستان کې د مېوو د لېږد لپاره په شرايطو برابر ايرکنډېشن لرونکي موټرونه شته چې مېوه په کې په ډېره ښه توګه رسول کېداى شي.

د نوموړي په وينا، له دې سره به د باغ لرونکو او سوداګرو تر څنګ افغان ترانسپورټي شرکتونو او موټر چلوونکو ته هم ډېره ګټه ورسېږي.

د يادونې ده، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ لومړى تړون په ١٩٦٥ زېږديز کال کې لاسليک شو، خو د دغه تړون ټولې مادې هيڅکله هم عملي نه شوې، ځکه پاکستان په خپله خاوره کې له چمن او پېښوره ور ها خوا نورو ښارونو ته د افغان وسايطو د تګ او راتګ اجازه نه ورکوله.

د همدغو بنديزونو له امله د افغانستان او هندوستان تر منځ سوداګريزې اړيکې ستونزمنې شوې او افغان سوداګرو هر کال ميليونونه ډالر زيان وړى دى.

خو پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني تر سفر وروسته اوس د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي چې پاکستان ورسره ژمنه کړې چې د روان کال د جنوري مياشتې وروسته به هندوستان ته افغاني محصولات په افغان نقليه وسايطو کې تر واګه بندره رسول کېږي.