واشنګټن (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): د امريکا يوه پوځي قوماندان له پاکستانه غوښتي چې د القاعدې په څېر دې د حقاني شبکه هم وځپي.
دغه څرګندونې د امريکا متقاعد جنرال جان اېم کيني پرون په واشنګټن کې د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې د حقاني ډله اوس هم په پاکستان کې خوندي ځالې لري او له هغه ځايه په افغانستان کې ورانکاري فعاليتونه ترسره کوي.
جنرال کيني ويلي: ((د پاکستان دننه په خوندي ځايونو کې د حقاني ډله روزنه او ملاتړ ترلاسه کوي او بيا له هغه ځايه افغانستان ته را اوړي.))
نوموړي د سناتورانو پوښتنو د ځواب ورکولو پر مهال له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د القاعدې په څېر د حقاني شبکې پر ضد ګامونه پورته کړي.
دغه جنرال ويلي چې د حقاني شبکې په ګډون ګڼ شمېر افغان طالبان په پاکستان کې پټ دي او پاکستان دې پر ضد اقدامات ترسره کړي.
د هغه په وينا، د دوى پر ضد د پاکستان له خوا د عملياتو له ترسره کولو وروسته به نړيوال ځواکونه د دغو وسله والو د قوماندې او کنټرول سيستمونه له منځه يوسي.
جنرال کيني امريکايي سناتورانو ته ويلي چې د حقاني شبکه د ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل د امنيت لپاره لوى ګواښ ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن