مهترلام (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د مصري کلا په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوي وو او د پوليسو پر يوه موټر چاودېدلي دي.

ځواک وايي چې په دې چاودنه کې يو پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

دى وايي چې پوليس په سيمه کې د دې چاودنې په اړه څېړنې پيل کړې او په تور يې يو شکمن تن نيولى دى.

د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي دغه چاودنه غندلې ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.