منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د فوټبال لوبډله لاهور ته لاړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): له پاکستان سره د دوستانه سيالۍ لپاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله لاهور ته روانه شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې ٢٧ لوبغاړي او دوه روزونکي شامل دي.

سرچينې زياته کړې چې د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبډلو تر منځ دا لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د سلواغې په ١٧مه تر غرمې وروسته دوه نيمې بجې ترسره کېږ ي.

د فوټبال فدراسيون سلاکار علي عسکر لالى وايي چې له پاکستان سره د سيالۍ لپاره له تېرو څو اونيو راهيسې لوبډلې په کابل کې ښه تيارى نيولى ده.

د هغه په وينا، په دې لوبډله کې له ٢٣ کلونو کم عمره لوبغاړو ته چانس ورکړل شوى او د ملي لوبـډلې کم لوبغاړي په کې شتون لري.

لالى وايي چې له پاکستان سره دا لوبه د ٢٠١٥ کال پر مهال د نورو نړيوالو لوبو لپاره د ملي لوبـډلې د تياريو لپاره هم ګټوره ثابتېږي.

د فوټبال فدراسيون سلاکار وويل چې له پاکستان سره د لوبې لپاره له ټاکل شوو ٢٧ لوبغاړو ١٤ يې تر اوسه په ملي لوبډله کې لوبېدلي او نور يې نوي لوبغاړي دي.

هغه زياتوي چې د افغانستان د لوبډلې دفاع قوي ده او هيله يې څرګنده کړه چې له پاکستان څخه به لوبه وګټي.

د فوټبال لوبې يو کارپوه سيد هادي کاظمي وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د فوټبال دا لوبه به د مينه والو لپاره خوندوره لوبه وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پاکستان به د خپلو مينه والو او د افغانستان د لوبډلې تر فشار لاندې وي او د افغانستان د ګټلو چانس زيات دى.

د يادونې ده، چې شپږ مياشتې  مخکې په کابل کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.