کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله چې په نړيوال جام کې د ګډون په موخه اسـټراليا ته رسېدلې ده، هلته يې خپل تمرينات پيل کړي دي.
د کرکټ د ملي لوبـډلې مدير بشير ستانکزي د سلواغې په ١٢مه له اسټراليا د ټيلېفون په ليکه پژواک اژانس ته وويل چې دوى پرون ناوخته اسټراليا ته رسېدلي دي.
هغه زياته کړه چې د يوې شپې تر ارام وروسته ملي لوبـډله نن له درېيو بهرنيو روزونکو سره يو ځاى خپل تمرينات پيل کړي دي.
د کرکټ ملي لوبـډله د جمعې په ورځ په نړيوال جام کې د ګډون په موخه اسټراليا ته روانه شوه، چې په هوايي ډګر کې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله له خوا رخصت شوه.
د ملي لوبډلې کپتان محمدنبي عيسى خېل اسټراليا ته تر روانېدو مخکې له پژواک اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې لوبغاړلي ټول په روغتيايي لحاظ تندرست دي او نړيوال جام ته له بشپړې تيارۍ سره روان دي.
د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام د سلواغې په ٢٥مه، په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيلېږي چې په کې د افغانستان په ګډون د ١٤ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي.
په “الف” ګروپ کې افغانستان، اسټراليا، انګلستان، سريلانکا، نيوزيلينډ، بنګله دېش او سکاټلينډ
په “ب “ګروپ کې پاکستان، هندوستان، ويسټ انډيز، سوېلي افريقا، زمبابوى، ايرلينډ او متحده عربي امارات
که څه هم نړيوال جام د سلواغې په ٢٥مه، (د فبرورۍ په ١٤مه) ، پيلېږي خو افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ٢٩مه، (د فبرورۍ په ١٨مه) د اسټراليا په کينبرا ښار کې له بنګله دېش سره ترسره کوي.
افغانستان خپله دويمه لوبه د فبرورۍ په ٢٢مه، د نيوزيلينډ په ډونيډين ښار کې له سريلانکا سره ، خپله درېيمه لوبه دفبرورۍ په ٢٦مه، په همدې ښار کې له سکاټلينډ سره ، خپله څلورمه لوبه د مارچ په څلورمه د اسټراليا د پرت ښار د واکا په لوبغالي کې له اسټراليا سره ، پنځمه لوبه د مارچ په اتمه د نيوزيلينډ په نيپير ښار کې له نيوزيلينډ سره او خپله شپـږمه او وروستۍ لوبه د مارچ په ١٣مه، د اسټراليا په سډني ښار کې له انګلستان سره ترسره کوي.










