کابل ( پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله چې په نړيوال جام کې د ګډون په موخه اسټراليا ته تللې ، په يوه تمريناتي يوه ورځنۍ لوبه کې يې يوې ځايي لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پنځوس اووريزه لوبه نن د اسټراليا په اډيليډ ښار کې د جنوبي ولسوالۍ ( ويسټرن ډسټرکټ) لوبـډلې سره ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې يادې لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢١١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢١٢ منډو هدف ورکړ.
هوتک وايي چې د افغانستان له لوري حميد حسن، دولت ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي او سميع الله شينواري يو لوبغاړى وسوځاوه.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د افغانستان لوبـډلې ياد هدف په ٤٨ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
دى وايي چې د افغانستان له لوري نوروز منګل په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٢ منډې يې جوړې کړې، دغه راز اصغر ستانکزي ٤٠، عثماني غني ٣٠، محمد نبي ٢٠ او نجيب الله ځدراڼ ١٩ منډې جوړې کړې.
نوروز منګل ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کرکټ نړيوال جام چې ټاکل شوې ده، د فبرورۍ په ١٤مه، پيل شي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ١٨مه ( دسلواغې په ٢٩مه) له بنګله دېش سره ترسره کوي.
خو تر نړيوال جام مخکې به افغانستان له هندوستان او متحده عربي اماراتو سره دوه تمريناتي لوبې هم ولري.










