منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۵ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کندوز سلګونو زده کوونکو ته د کرکټ لوبې روزنه ورکړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کندوز ښار (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٣): د افغان ځوانانو د کرکټ ملاتړې ادارې (AYCSO) له خوا په کندز ولايت کې سلګونو تنکيو ځوانانو ته د کرکټ لوبې لومړنۍ روزنه ورکړل شوه.

دغه دوه ورځنى روزنيز کمپ نن (د سلواغې ١٦مه) په کندوز ښار کې پاى ته ورسېد.

د يادې ادارې مسوول او د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان رييس احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمپ يې د افغان کنکشن (Afghan Connection) او اېم سي سي (MCC) ادارو په مرسته پر لاره اچولى و.

هغه زياته کړه چې په دغه روزنيز کمپ کې د کندوز  مرکز او يو شمېر ولسواليو اړوند ښوونځيو شاوخوا ٤٢٠ زده کوونکو برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، په دغه کمپ کې يې لوبغاړو ته د کرکټ لوبې د لومړنيو تخنيکونو او قوانينو په اړه معلومات ورکړل.

دى وايي، لوبغاړو ته يې د توپ اچونې (بالېنګ)، توپ وهنې (بېټېنګ) فېلډنګ، کېچينګ او نورو برخو کې زده کړې ورکړې.

رييس احمدزي وويل چې د دغه روزنيز کمپ په پاى کې يې پر لوبغاړو د کرکټ لوبې اړين وسايل هم ووېشل.

په شمال کې د افغانستان کرکټ بورډ مسوول ډاکټر نورعليم فريد له يادې ادارې مننه وکړه چې په دغه ولايت کې يې د روزنيز کمپ پروګرام جوړ کړ.

هغه زياته کړه چې دا روزنه بسنه نه کوي، بلکې په دغه ولايت کې بايد په دوامداره توګه لوبغاړو ته روزنه ورکړل شي.

شپاړس کلن حمزه چې په دغه روزنيز کمپ کې يې ګډون کړى و، پژواک ته وويل چې په دغه کمپ کې يې د کرکټ لوبې لومړني تخنيکونه ور وښودل شول او دوى ترې ډېره ګټه واخيسته.

رييس احمدزى وايي، دوى تر دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سلګونه هلکان د کرکټ لوبې په برخه کې روزلي دي.