منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

فوټبال: سبا افغانستان له پاکستان سره دوستانه لوبه لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٣): له پاکستان سره د ترسره کېدونکې فوټبال سيالۍ د افغان لوبډلې کپتان وايي، په دې لوبې سره دوى نړۍ ته د سولې او دوستۍ پيغام ورکول غواړي.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان تر منځ د فوټبال دوستانه لوبه سبا (د سلواغې ١٧مه) د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

تر دې څو مياشتې مخکې په کابل کې ترسره شوې لوبه، افغانستان له پاکستان څخه درې پر صفر ګټلې وه.

پاکستان ته د دوستانه سيالۍ لپاره د تللې افغان لوبډلې لوبډلمشر جلال الدين شريعت يار په لاهور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د دې سيالۍ لپاره له بشپړو تياريو سره راغلي دي.

هغه زياته کړه چې د پاکستان لوبډله هم پياوړې ده خو دوى به د کابل د بريا په څېر يو ځل بيا د لوبې د ګټلو هڅه وکړي.

دى وايي: ((دا لوبه که هر څوک وګټي، خو له دې لوبې سره موږ نړۍ ته د سولې او دوستۍ پيغام ورکول غواړو.))

 د افغان لوبډلې مشر روزونکي حسين صالح وويل چې د دې ډول دوستانه سياليو له ترسره کېدو سره د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ اړيکې پياوړې کېږي.

د ده په وينا، د دې ډول لوبو ترسره کول په سيمه کې د فوټبال لوبې په پرمختګ کې هم مهم رول لوبولى شي.

هغه زياته کړه، د افغانستان په لوبډله کې ډېرى ځوان لوبغاړي شته، د پاکستان پر وړاندې لوبه کې به په خپلې ټولې وړتيا سره د لوبې ميدان ته وردانګي.

د پاکستان د فوټبال لوبډلمشر حسن بشير يادې خبري غونډې ته بيا وويل چې دوى هم له افغانستان سره د سيالۍ لپاره ښه تمرينات ترسره کړي او د بريا هڅه به کوي.

د نوموړي په خبره، که څه هم پاکستان په نړيوالې درجه بندۍ کې له افغانستان څخه شاته دى، خو بيا هم دوى به د ښې لوبې هڅه کوي.

د يادونې وړ ده چې د فوټبال د نړيوال فدراسيون (فيفا) له خوا په تازه خپره شوې درجه بندۍ کې افغانستان ١٤٢ ځاى لري، خو پاکستان په ١٨٨ مقام کې دى.