جلال اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۳): ناپېژاندو کسانو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د “هستي ګل عابد کرکټ اکاډمۍ” د لوبغالي درې پېچونه خراب کړي دي.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د يادې اکاډمۍ مشر هستي ګل عابد د سلواغې په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نامعلومو کسانو يې د اکاډمۍ درې پېچونه خراب کړي چې له امله يې د لوبغاړو تمرينات ځنډول شوي دي.
عابد زياتوي، په دې اکاډمۍ کې تر ۳۰۰ زيات لوبغاړي هر ورځ تمريني لوبې کوي چې د دې پېښې له امله به تر راتلونکو دوو اوونيو نه کېږي.
هغه وايي : ((دا ښه ده چې موږ خپل وسايل او د پېچ خاوره لرو، ګنه د هر پېچ پر جوړولو به مو تر ۱۰۰زره افغانيو مصرف کاوه، زه هيله لرم چې دا پېښې تکرار نه شي.))
د يادې اکاډمۍ منېجر صبور رحماني پژواک ته وويل چې سر له ننه يې لوبغاړي رخصت کړل او تر راتلونکو لسو ورځو به اکاډمي بېرته د لوبو لپاره چمتو کړي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې اکاډمۍ کې د يو شمېر هغو کسانو سربېره چې کرکټ زده کوي د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي، د نولس کلنې ، الف لوبډلې، سپين غر زون او د ۱۶ کلنو لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هر ورځ تمرينونه کوي.))
د يادې اکاډمۍ يو تن لوبغاړي خالد احمد پژواک ته وويل: ((موږ هر مازديګر د څو ساعتونو لپاره په ياده اکاډمۍ کې تمرين کوو، خو دا چې بېګاه د شپې يې چا پېچونه خراب کړي، نو له تمرين څخه پاتې شولو او دا به زما په ګډون د لوبغاړو پر لوبې ډېره بده اغېزه وکړي.))
د ملي لوبډلې لوبغاړي کريم خان صادق پژواک ته وويل چې دی په خپله هم په ياده اکاډمۍ کې تمرين کوي او خواشينى دی چې ناپېژاندو کسانو يې پېچونه خراب کړي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقوال پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه له يادې پېښې اطلاع نه ده ورکړل شوې او نه هم د دې اکاډمۍ مشرتابه پوليسو ته خبر ورکړی دى.
هغه وايي چې د يادې اکاډمۍ چارواکي دې له پوليسو سره خپل معلومات شريک کړي، څو په دې تړاو څېړنې وکړي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم څو وارې د دې اکاډمۍ پېچونه ړنګ او وسايل يې غلا شوي دي.










