لښکرګاه (پژواک، ۱٦سلواغه ۹۳): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکى اتلس کلن ځوان اسحاق خان نوري چې په خپل لګښت يې الوتکه جوړه کړې ده، وايي د يو شمېر نامعلومو کسانو له خوا د همدغه نوښت له امله ګواښل کېږي.
نوري دغه الوتکه د يونيم کال په اوږدو کې د شاوخوا ١٠٠زره افغانيو په لګښت جوړه کړې ده، خو وايي دا چې د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله يې ورته کوچنى انجن پورته کړى، د اوسمهال لپاره د الوتنې جوګه نه ده.
د دې څرخي ډوله الوتکې په اسکلېټ کې د اوسپنې له ساده پايپونو کار اخيستل شوى او د اوسمهال لپاره يواځې د پيلوټ لپاره کوچنى ځاى لري او کابين يې له ښيښې جوړ دى.
نوري زياتوي چې له ماشومتوبه يې د الوتکې جوړولو ارمان په زړه کې و او همدا انګېزه د دې لامل شوه چې پر دغه کار لاس پورې کړي.
دا کوچنۍ څرخي الوتکه يواځې د پيلوټ د کېناستو ځاى لري.
نوموړي وويل: “په لومړي سر کې هم زه پوهېدم چې په دې کوچني انجن باندې دا طياره نه شي کولى چې ډېر پرواز وکړي، خو يو څه اطميناني وم چې پورته کېږي، نو مشکل د انجن دى او انجن ځکه موږ نه شو وراچولى چې اقتصادي مشکلات لرو. امنيتي تدابير مو ونيول، هلته يو څه نندارچيان هم راټول شول، د هغوى په مخ کې يو څه اندازه پورته هم شوه، خو د زيات پورت کېدو امکان يې نه وو ځکه چې انجن يې ډېر کوچنى وو.”
نوري وايي چې که مالي امکانات ورته برابر شي نو د لوى انجن په نصبولو سره کولى شي الوتکې ته پرواز ورکړي او همداراز به د الوتکې د انتقال ظرفيت هم څلورو کسانو ته پورته کړي.
ددې ابتدايي الوتکې اوږدوالى شاوخوا څلور متره دى او سور يې څه باندې يو متر دى، خو جوړوونکي يې د وزن په اړه معلومات نه لرل.
نوري اوسمهال په ګرشک ولسوالۍ کې د انګليسي ژبې په يوه مرکز کې د انګليسي ژبې تدريس کوي.
نوموړي تر ١٢ ټولګي پورې د ګرشک ولسوالۍ په ميخانيکي لېسه کې زده کړې کړې دي.
دغه ځوان افغان نوښتګر وايي، د دې پر ځاى چې د خلکو له خوا تشويق شي، د نامعلومو کسانو له خوا پر ټيلېفون ګواښل کېږي. “ځينو خلکو تشويقولم، خو ځينې تهديدونه هم ماته وشول، راته يې ويل چې تاسو بايد له دغه کاره لاس واخلئ”.
نوري وايي چې تر اوسه حکومتي مسوولينو د ملاتړ او تشويق په موخه له ده سره اړيکه نه ده نيولې.
نوموړي له حکومتي مسوولينو او سوداګرو وغوښتل چې د مالي او نورو امکاناتو په برابرولو کې دې له ده سره د دغه نوښت په پراختيا کې مرسته وکړي.
نوموړي وويل که حکومت ورته په اړوند برخه کې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي، نو دى به وکولى شي خپلو تجربو ته په معياري ډول پراختيا ورکړي.