کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله چې په نړيوال جام کې د ګډون په موخه اسټراليا ته تللې، په يوه بله تمريناتي يوه ورځنۍ لوبه کې يې ځايي لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پنځوس اووريزه لوبه نن د اسټراليا په اډيليډ ښار کې د جنوبي ولسوالۍ (ويسټرن ډسټرکټ) له لوبـډلې سره ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې ٣٤٧ منډې جوړې کړې او يادې لوبډلې ته يې د ٣٤٨ منډو هدف ورکړ.
دى وايي چې د افغانستان له لوري د پيل لوبغاړي جاوېد احمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ١٦٧ منډې يې جوړې کړې.
هوتک وويل چې د افغانستان له لوري دغه راز نوروز منګل ٩٢، محمد نبي ٢٣، عثمان غني ١٤، ګلبدين نايب ١٢ او نجيب ځدران ٨ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د اسټراليا د جنوبي ولسوالۍ (ويسټرن ډسټرکټ) لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٩٣ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٥٤منډو په توپير سره وګټله.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري ګلبدين نايب ٣، افتاب عالم او جاوېد احمدي ٢، ٢، حميد حسن او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبغاړى جاوېد احمدي د دې لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د يادونې ده، افغانستان دوه ورځې مخکې يادې لوبډلې په خپله لومړۍ تمريناتي لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړې وه.
د کرکټ نړيوال جام چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ١٤مه پيل شي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ١٨مه (د سلواغې ٢٩مه) له بنګله دېش سره ترسره کړي.
خو تر نړيوال جام مخکې به افغانستان له هندوستان او متحده عربي اماراتو سره دوه تمريناتي لوبې هم ولري.










