منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۱ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان له افغانستان څخه د فوټبال لوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل ( پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۳ ) : پاکستان له افغانستان څخه د فوټبال یوه دوستانه لوبه دوه پر یوه ګول وګټله.

دا لوبه د سلواغې په ۱۷مه، د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې ترسره شوه، چې د سلګونو افغانانو په ګډون شاوخوا ۵ زره نندارچیان یې نندارې ته راغلی وو.

د لوبې د لومړۍ برخې په لومړیو شیبو کې پاکستان یو ګول ووهلو او د لوبې د لومړې برخې تر پایه پورې پاکستان یو پر صفر وړاندې و.

خو د لوبې ددویمې برخې په ۶۹ مه دقیقه کې دافغانستان لخوا یو ګول ووهل شو او لوبه یو په یو مساوي شوه.

د پاکستان لوبغاړو لوبه تیزه کړه او د لوبې په ۸۵مه دقیقه کې یې بل ګول وواهه او دغه راز پاکستان دا لوبه دوه پر یو وګټله.

ددې لوبې نندارې ته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر هم راغلی و، هغه تر لوبې وروسته پاکستان ته په دې بریا مبارکي ورکړه.

هغه زیاته کړه، چې دا ډول لوبو سره ددواړو هیوادونو اړیکې پیاوړې کیږي.

دیادونې وړ ده چې اوه میاشتې مخکې افغانستان په کابل کې ترسره شوې لوبه کې پاکستان ته درې پر صفر ماتې ورکړې وه.