کابل(پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٣): يو المانى تبعه په رسمي توګه د هېواد د فوټبال فدراسيون د روزونکي په توګه اعلان شو او د بدني روزنې رياست وايي، چې ددې مربي په مشرۍ به د يوې غښتلې او مجربې لوبډلې شاهدان وو، چې په نړيوالو سياليو کې به ښه مقامونه تر لاسه کړي.
ويل کېږي چې د سلوان اسکيلزيچ په نامه دغه المانى روزونکى تر څه وخت وړاندې مودې پورې د المان د فرانکفورټ د اف اسى وى نولس کلنې لوبډلې روزونکى و او تر دې وړاندې يې ددې ټيم د ٢٣ کلنو لوبغاړو د ټيم د روزونکي دنده هم تر سره کړې ده.
د هېواد د فوټبال فدراسيون وايي چې ٣٤ کلن سلوان اسکيلزيچ تر دې وړاندې د انتراخت فرانکفورټ، هانسا روستوک او هانوور المان د ١٩ کلونو او ١٧ کلونو لوبډلو روزونکى هم پاتى شوى دى.
د بدني روزنې مشر کرام الدين کريم چې ټاکل شوې نن له دې روزونکي سره په کابل کې رسمي قرار داد لاسليک کړي، وويل:((له پخوا مو تصميم درلود چې د لوبغاړو د ظرفيت لوړولو لپاره يو نوى روزونکى پيدا کړو او له نېکه مرغه چې دادى يو با تجربه شخص مو پيدا کړ.))
د بدني روزنې رييس په دې اړه چې دغه روزنکى د څومره اندازه پيسو په بدل کې د څه مودې لپاره کار کوي؟ وويل چې په دې اړه به وروسته معلومات ورکړي.
سلوان اسکيلزيچ په ننۍ خبرې غونډه کې خوښي وښوده چې وروسته له دې به د افغانستان د فوټبال د روزونکي په توګه کار وکړي او ويې ويل، هڅه کوي چې د لوبغاړو لپاره د کورنيو تمريناتو او تکتيکي روزنې تر څنګ، بهر مېشتي افغان لوبغاړي هم ملي لوبډلې ته راجذب کړي.
نوي روزونکي چې بوسانيايى اصله المانى دى، زياته کړه :((زه له هېڅ ډول همکارۍ څخه درېغ نه کوم او خپلې تجربې به له افغان روزونکو او او فوټبال لوبغاړو سره شريکې کړم، څو هغوى وکولى شي چې په ملي او نړيوالو لوبو کې ښه مقامونه تر لاسه کړي.))
د بدني روزنې رييس وويل چې د فوټبال فدراسيون په روان کال کې د فوټبال ملي او نړيوالو سياليو(فيفا) لپاره زمينه مساعده کړې او ډېرې سيالۍ به ولري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سويلي اسيا په سياليو کې چې په ١٣٩٢ کال کې په نيپال کې جوړې شوې وې، د اتلولۍ مقام خپل کړ، خو تېر کال يې په مالديو کې د اسيا چلنج کاپ په سيمه ييزو سياليو کې څلورم مقام خپل کړ او هغه مقام ته ونه رسېده چې تمه يې کېده.
له بلې خوا ملي المپيک کمېټې په برازيل کې دالمپيک سيالو کې د ګډون لپاره چمتو والى ښودلى دى. ټاکل شوې چې دغه سيالۍ راتلونکى کال تر سره شي.
ددې کمېټې مشر فهيم هاشمي تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان ټول ورزشکاران په هېواد دننه او بهر کې په المپيک سياليو کې د ګډون لپاره چمتو والى لري او کولى شي چې د اړوندو فدراسيونونو او المپيک ملي کمېټې سره اړيکه ونيسي، څو دې سياليو ته غوره کسان وټاکل شي.










