منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ له لوبغاړو په نړيوال جام کې د خلکو هيلې

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٣): د کرکټ نړيوال جام سيالۍ چې ټاکل شوې راتلونکې شنبې په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيل شي، مينه وال يې له ځينو افغان لوبغاړو ډېرې هيلې لري.

د کرکټ يو ورځنى نړيوال جام ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ (د سلواغې ٢٥مه) پيل شي، خو افغانستان خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره د سلواغې په ٢٩مه کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې که څه هم تر اوسه د کرکټ د شل اووريزو سياليو په درېيو نړيوالو جامونو کې برخه اخيستې ده، خو دا لومړى ځل دى چې د کرکټ يوه ورځني نړيوال جام ته يې لار موندلې ده.

د کرکټ يو شمېر نړيوال څارونکو د افغانستان د ملي لوبډلې ستاينه کړې او وايي چې په کمه موده کې يې نړيوال جام ته ځان ورساوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نړيوال جام لپاره په ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو مشتمله ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده.

که څه هم د کرکټ يو شمېر مينه وال او د کرکټ څارونکي په لوبډله کې د ځينو لوبغاړو پر شتون نيوکه کړې، خو د کرکټ بورډ اداره وايي چې د دوى ټاکنيزه کمېټه خپلواکه ده او د لوبغاړو وړتياوو ته په کتو يې لوبډله ټاکلې ده.

د نړيوال جام لپاره اعلان شوې ملي لوبډله په لاندې ډول ده.

محمدنبی عيسی خېل (کپتان)، نوروز منګل (مرستيال کپتان)، ميرويس اشرف، نجيب الله ځدراڼ، ناصر جمال، ګلبدين نايب، سميع الله شينوارى، عثمان غني، اصغر ستانکزى، جاوېد احمدي، افسر ځاځى، شاهپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، حميد حسن او افتاب عالم.

دغه راز شفيق الله شفق، حشمت الله شهيدي، شرف الدين اشرف او عزت الله دولتزى په احتياطي لوبغاړو کې شامل دي.

د کرکټ يو شمېر مينه والو او د دې لوبې څارونکي د اعلان شوې لوبډلې له ځينو لوبغاړو په نړيوال جام کې د ښې لوبې کولو هيله من دي.

پخواني کپتان او لوبغاړي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان له ملي لوبډلې ياد شوي لاندې لوبغاړي ښه لوبېدلى شي:

حميد حسن : په تېز توپ اچوونکو نړيوال ريکارډ لري، هغه د ډېرو کمو منډو په اوسط سره لوبغاړي سوځولي دي او په دې برخه کې لومړى مقام لري. د اسټراليا او نيوزيلينډ ميدانونه د تېز توپ اچوونکو لپاره مناسب دي؛ ځکه نو هيله مندي زياته ده چې حميد حسن به په نړيوال جام کې ښه لوبه وکړي.

هغه تر اوسه په ٢٤ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې برخه اخيستې او د څه د پاسه ١٨ منډو په اوسط سره يې ٤٥ لوبغاړي سوځولي دي.

دغه راز محمدنبي عيسى خېل د افغانستان د لوبډلې کپتان، پياوړى توپ وهونکى او ښه سست (سپنر) توپ اچوونکى بالر دى، هغه تل د افغانستان لپاره برياوې په برخه کړې دي، په سختو شرايطو کې يې په ملي لوبډله کې ښه لوبه کړې او مخالفو لوبغاړو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

نبي د افغانستان د ملي لوبډلې تر ټولو تجربه لرونکى لوبغاړى دى، هغه د اماراتو او بنګله دېش په ليګونو کې هم لوبېدلى او کافي تجربه يې ترلاسه کړې ده.

عيسى خېل د تېزې لوبې مشهور لوبغاړى دى، د اړتيا پر مهال ښې شپږيزې او څلوريزې وهي، دغه راز په توپ اچولو کې هم ښه ځلېدلى دى.

نوموړي د افغانستان له لوري تر ټولو زيات ٤٥ يو ورځنۍ لوبې کړې چې له اوو پنځوسيزو سره يې څه باندې زر منډې جوړې کړې او په توپ اچولو کې يې ٤٢ لوبغاړي سوځولي دي.

پخوانى کپتان او لوبډل مشر نوروز منګل هم د ملي لوبډلې د ملا تېر ګڼل کېږي، هغه يو له تجربه لرونکو ملي لوبغاړو دى، په ملي لوبډله کې د هغه شتون ډېر اړين دى او محمدنبي ته په مشورو ورکولو کې هم ګټور رول لوبوي.

هغه اسټراليا ته په تېرو دوو سفرونو کې سليزې هم وهلې دي او د دغه هېواد له ميدانونو سره هم ښه بلد دى.

پياوړى توپ وهونکى دى، کله چې لوبه کوي نو د لوبې پر مهال ځوانو لوبغاړو تل مشورې ورکوي او هغوى له ځان سره يو ځاى لوبوي.

نوروز منګل تر اوسه په ٣٤ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې برخه اخيستې، دوه سليزې او څلور پنځوسيزې يې وهلې دي، دغه راز کله ناکله بالنګ هم کوي او اووه لوبغاړي يې هم تر اوسه سوځولي دي.

په نړيوال جام کې له هغه هيله مندي تر ټولو ډېره ده.

همدارنګه سميع الله شينوارى د افغانستان د ملي لوبـډلې بل پياوړى ال راونډر لوبغاړى دى، چې هم توپوهنه کوي او هم ښه توپ اچونه.

هغه هم تېزه لوبه کوي او هم د اړتيا پر مهال پر ميدان ايسارېږي او وېکټه ساتي.

د کرکټ بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد بنګله دېش ته په ماتې ورکولو کې شينواري مهم رول لوبولى و، ده له اصغر ستانکزي سره يو ځاى څه باندې سل منډې کړې وې او افغانستان ته يې لومړى بريا ور په برخه کړې وه.

د سميع الله شينواري توپ اچونه به هم په اسټراليايي ميدانونو کې اغېزمنه ثابته شي.

هغه تر اوسه د افغانستان له لوري په ٤٤ نړيوالو يوه ورځنيو لوبو کې برخه اخيستې، د اتو پنځوسيزو پر مټ يې څه باندې زر منډې جوړې کړې او ٤١ لوبغاړي يې هم سوځولي دي.

اصغر ستانکزى هم د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې يو له پياوړو لوبغاړو دى. هغه تر اوسه په ٣٨ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې يې برخه اخيستې او د څلورو پنځوسيزو په مټ يې څه باندې ٨٠٠ منډې جوړې کړې دي.

اصغر هم د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان په بريا کې مهم رول لوبولى و او هيله کېږي چې په نړيوال جام کې له نورو لوبغاړو سره يو ځاى په ميدانونو کې ښه ولوبېږي.

نوموړى په کرکـټ کافي تجربه لري، تېز توپ اچوونکي او سست اچوونکي (سپنر) ښه لوبولى شي او کله چې لوبـډله له ستونزو سره مخ شوې، نو اصغر په ميدان کې پاتې شوى او لوبډله يې له ستونزو ايستلې ده.

شاه پور ځدراڼ د افغانستان د ملي لوبډلې يو له مشهورو لوبغاړو دى. هغه د بنګله دېش په کرکټ ليک ګې هم لوبېدلى او نړيوال شهرت يې ترلاسه کړى دى.

د هغه قد او اندام د يوه تېز توپ اچوونکي لپاره ښه برابر دى او هيله کېږي چې د اسټراليا او نيوزيلينډ په تېزو ميدانونو کې ښه لوبه وکړي او توپ وهونکو ته ستونزې پيدا کړي.

شاه پور ځدراڼ تر اوسه په ٣٠ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې برخه اخيستې ده او ٢٩ لوبغاړي يې سوځولي دي. په خپلو وروستيو نړيوالو لوبو کې چې د پاکستان، بنګله دېش او هندوستان پر وړاندې ترسره کړې دي، نو مخالف لوبغاړي يې له ستونزو سره مخ کړي وو.

د افغانستان په ملي لوبـډله کې ځوانو لوبغاړو ته هم ځاى ورکړل شوى چې په نړيوال جام کې له دوى څخه له جاوېد احمدي، عثمان غني او نجيب الله ځدراڼ څخه د ښې لوبې کولو هيله کېږي.