منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۵ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

هند له افغانستان څخه د کرکټ تمريناتي لوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٣): په اسټراليا او نيوزيلينډ کې د کرکټ د ترسره کېدونکي نړيوال جام په يوه تمريني لوبه کې هندوستان افغانستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه د اسټراليا په ايډيليډ ښار کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې د دې پنځوس اووريزې لوبې پچه د هندوستان کپتان مهندر سنګ دهوني وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې بلنه ورکړه.

دى وايي چې د هندوستان لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٣٦٤ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٣٦٥ منډو هدف ورکړ.

د هندوستان له لوري روهيت شرما په زړه پورې لوبه وکړه او ١٥٠ منډې يې جوړې کړې، دغه راز رهاني ٨٨ او سريش راينا ٧٥ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري حميد حسن، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ او محمدنبي يو يو لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ٢١١ منډې جوړې کړې او دغه راز هندوستان دا لوبه د ١٥٣ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري نوروز منګل په زړه پورې لوبه وکړه او ٦٠ منډې يې جوړې کړې، دغه راز عثمان غني ٤٤ ، افسر ځاځى ٢٤، اصغر ستانکزى ٢٠ ، جاوېد احمدي او سميع الله شينواري ١٧، ١٧ منډې جوړې کړې.

د کرکټ د چارو يوه کارپوه او د لوبه کرکټ ټولنې مسوول ضراب شاه ظهير وايي چې افغان توپ اچوونکو په لومړي سر کې ښه لوبه وکړه او د هندوستان دوه پياوړي لوبغاړي يې ژر وسوځول.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې وروسته افغان لوبغاړو د هندي لوبغاړو د سوځولو ډېر چانسونه له لاسه ورکړل چې له امله يې هندوستان په ډېرو منډو جوړولو بريالى شو.

ظهير وايي چې په توپ وهنه کې افغانستان ښه لوبه وکړه، خو د نجيب ځدران په ګډون ځينو لوبغاړو تېروتنې وکړې.

د کرکټ لوبې يو بل کارپوهه رحيم ګل څاروان هم وايي چې د افغانستان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او دى يې د لوبې ستاينه کوي.

هغه پژواک ته وويل : (( له هند سره د داسې لوبې تمه کېده، ، په نړيوال جام کې زموږ د لوبډلې لپاره د بنګله دېش ماتې مهم دي، د حميد حسن په راتګ او جوړېدو هم ملي لوبډلې ته ډېره ګټه کړې ده. ))

ټاکل شوې ده، چې د سلواغې په ٢٤مه، افغانستان له متحده عربي اماراتو سره خپله دويمه تمريناتي لوبه ترسره کړي.

د سلواغې په ٢٥مه، د کرکټ نړيوال جام سيالۍ پيلېږي، خو افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ٢٩مه، د بنګله دېش پر وړاندې کوي.