کابل ( پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۳ ): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک دسلواغې په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن د اسټرالیا په میلبورن ښار کې ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې په خپله توپوهونه وکړه. افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۳۰۹ منډې جوړې کړې او اماراتو ته یې د ۳۱۰ منډو هدف ورکړ.
د هوتک په وینا، د افغانستان له لوري سمیع الله شینواري ۵۸، نجیب ځدراڼ ۴۶، اصغر ستانکزي ۳۳، محمد نبي ۳۰ ، ګلبدین نایب ۲۴، میرویس اشرف ۳۴ او افسر ځاځي ۱۷ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ ویاند وویل چې د اماراتو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شواى کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۹۵ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۴ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري افتاب عالم درې، محمد نبي دوه، حمید حسن، دولت ځدراڼ،جاوید احمدي او میرویس اشرف یو- یو لوبغاړی وسوځول.
ټاکل شوې ده، چې د یوه ورځني کرکټ نړیوال جام سبا د سلواغې په ۲۵مه، پیل شي، خو افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ۲۹مه، دبنګله دیش پروړاندې ترسره کوي.










