کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې د اسټراليا او نيوزيلينډ لوبډلو خپلو سيالو لوبـډلو ته په ماتې ورکولو سره د لوبو لړۍ يې په خپلو برياوو پيل کړه.
د ١٤ هېوادونو د ملي لوبډلو په ګډون سره د کرکټ د نړيوال جام سيالۍ، نن هم مهاله په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيل شوې.
لومړۍ لوبه په نيوزيلينډ کې د کوربه هېواد او سريلانکا ترمنځ ترسره شوه، چې د نيوزيلينډ په بريا سره پاى ته ورسېده.
د نيوزيلينډ لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٢ منډې جوړې کړې؛ د دوى له لوري کورى انډرسن د پام وړ ٧٥ منډې جوړې کړې.
د سريلانکا لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٢٣٣ منډو وسوځېدله؛ د نيوزيلينډ لوبغاړى کورى انډرسن د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
دويمه لوبه د اسټراليا او انګلستان ترمنځ ترسره شوه، چې د کوربه هېواد اسټراليا په بريا پاى ته ورسېده.
اسټراليا لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٣٤٢ منډې جوړې کړې؛ ارون فينچ تر ټولو زياتې ١٣٥ منډې جوړې کړې.
د انګلستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٢١٣ منډو وسوځېدله؛ د اسټراليا لوبغاړى مارش ٥ لوبغاړي وسوځول.
ارون فينچ د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
که څه هم د نړيوال جام سيالۍ نن پيل شوې، خو افغانستان خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ١٨مه (د سلواغې ٢٩) د اسټراليا په کينبرا ښار کې له بنګله دېش سره ترسره کوي.










