منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۵ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د هالنډ مېشتو افغانانو د واليبال لوبډلې لومړى مقام خپل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۱ کتنې

کابل(پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣): په هالنډ کې د مېشتو افغانانو غوره شوې لوبډلې د اروپا مېشتو افغانانو د واليبال په سياليو کې لومړى مقام خپل کړ.

ددې لوبو د تنظيم کوونکو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بلجيم او لندن کې د مېشتو افغانانو غوره شوو لوبډلو په ترتيب سره  ددې سياليو دويم او درېيم مقامونه خپل کړي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې چې تېره شپه د هالنډ په ارنهيم ښار کې جوړې شوې وې؛ پر دې درېيو لوبډلو سربېره په المان، سويډن، برېتانيا او ډنمارک کې د مېشتو افغانانو د واليبال بېلابېلو غوره شوو لوبډلو په کې برخه اخيستې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا د افغانانو د واليبال دويم اروپايي تورنمنټ دى چې په هالنډ کې جوړېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې دا ډول سيالۍ په راتلونکي کې هم د اروپا په نورو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لپاره جوړې شي.

په هالنډ کې د افغانستان د لوى سفارت فرهنګي مسوولې صالحې سنجر ددې سيالۍ د پرانيستې پرمهال وويل چې له هېواده بهر د افغانانو فرهنګي او ورزشي غونډې د ډېر اهميت او ستاينې وړ دي.

 هغه وويل چې ياد شوى سفارت په راتلونکي کې هم د دا ډول سپورټي پروګرامونو او سياليو په جوړولو کې همکاري کوي.

په هالنډ کې مېشت افغان او د نظر خاوند ډاکټر محمد سيعد يوسفزي ويلي  چې د بهر مېشتو افغانانو د فرهنګي او ورزشي غونډو جوړول نړيوالو ته د افغان فرهنګ د ور پېژندلو په برخه کې ارزښت لري.

 يوسفزي زياته کړې:(( ورزش په نړۍ کې د سولې سمبول او سفير ګڼل کېږي او ډېر د خوښۍ ځاى دى چې افغانانو له خپل وطنه لرې بيا هم ددې وخت پيدا کړ چې دا ډول ورزشي ناستې جوړې کړي.))

دده په خبره، په هالنډ کې شاوخوا څلوېښت زره افغانان ژوند کوي او هالنډ مېشتي افغانان د نورو اروپايي هېوادونود مېشتو افغانانو په پرتله په فرهنګي، ادبي، علمي او ورزشي کارونو کې ډېر فعال دي.